دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۵۸
د مطلب کود : 114402
جمهور رئیس غني د ایران د اټومي هوکړه لیک هرکلی وکړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د ایران د اسلامي جمهوریت او د ۵+۱ هېوادونو تر منځ د اټومې هوکړه لیک هرکلی وکړ.

د راپورونو په اساس د ایران اسلامي جمهوریت او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي غړو (امریکا متحده ایالات، برتانیا، فرانسه، روسیه او چین) او المان له اوږدو مذاکراتو وروسته اټومي هوکړې ته ورسېدل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د ایران اسلامي جمهوري حکومت او خلکو ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ ټینګار وکړ ، چې د افغانستان حکومت د هر هغه اقدام هرکلی کوي، چې په سیمه کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا او همدارنګه د هېوادونو تر منځ د سیاسي او اقتصادي مناسباتو د پراخېدو لامل کېږي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvknzi23nzkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته