دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 134004
د نماینده ګانو اندیښنی د داعش ډلی د فعالیت د پراختیا څخه په افغانستان کی/د داعش سرتیری په کنړ کی او په لوګر کی نظامی پایګاوو جوړیدنه
د مجلس ځینی نماینده ګان د داعش د فعالیتو د پراختیا څخه د زابل، لوګر، کنړ او د هیواد په نورو برخو کی اندیښنی څرګندوی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، عبیدالله بارکزی، د مجلس غړی د پارلمان د نن( شنبه ) په ناسته کی وویل چی همدا اوس دداعش ډلی دری پایګاوی په علنی ډول سره په لوګر کی وجود لری. ښاغلی بارکزی اضافه کړ: په دی پایګاوو کی چیچینیانی آموزش ورکول کیږی، نه پوهیږم چی ولی دا پایګاوی نه نابودیږی، لوګر خو د کابل دروازه دی. د مجلس دا غړی ددی ډلو سره د جدی برخورد په نه ترسره کیدو څخه انتقاد وکړ اوویل: کوم وخت به ددی تروریستانو په اړه تصمیم نیول کیږی، هغه وخت به تصمیم ونیول سی چی داعش او القاعده او طالبان د دارالامان ماڼی ته ورسیږی؟ له بلی خوا سخی مشوانی، د کنړ د خلګو نماینده په مجلس کی وایی چی د داعش تروریستی ډله سرتیری جزبول د کنر په ځینو ولسوالیو کی شروع کړی دی. ښاغلی مشوانی اضافه کړ چی دا کسان د آموزش وروسته نورو ولایتونو ته لکه ننګرهار او لوګر ته استول کیږی. هغه د حکومت څخه وغوښتل چی په دی برخه کی جدی توجه وکړی. رحمان رحمانی، د مجلس بل غړی د داعش د فعالیتونو د ډیر والی څخه په زابل کی اندیښنی شکاره کړی دی. ښاغلی رحمانی نن په دی عمومی جلسه کی وویل چی په زابل کی ډیر ولسوالیانی د داعش تر کنترول لاندی دی او په تجهیزاتو او امکاناتو سره خپل فعالیتونه سازماندهی کوی. ذبیح الله مجاهد، د طالبانو د ډلی ویاند توبیت کړی دی چی په زابل کی د داعش ډلی د کسانو ظهور حقیقت نه لری. سید علی کاظمی، د مجلس بل غړی وویل: داسی لیدل کیږی چی داعش په جنوب او جنوب ختیځ هیوادو کی رشد وکړی او شمال ته انتقال وکړی. کاظمی اضافه کړ: پیشنهاد کوم چی حکومت او نړی ټولنه په خپل سیاستونو کی تغیر راولی او حد اقل د تروریزم سره صادقانه او جدی مبارزه صورت ونیسی. دا اندیښنی په داسی حال کی مطرح کیږی چی ځینی مقامات په وزارت دفاع کی ټینګار کوی چی امنیتی ځواکونه تروریستی ډلوته بالخصوص داعش ته د سرپورته کولو چانس هم نه ورکوی. محمد رادمنش، د ملی دفاع د وزارت ویاند معاون ویلی دی: موږ ددی ډلی ټولی سوقیات او اداره په نظر کی لرو، داسی کوم ځای تر اوسه نلری چی خپل فعالیتونه سوق او اداره کړی، همدا اوس په لسو ولایتونو کی زموږ عملیاتونه د ټولو تروریستی ډلو د منځه وړلو لپاره ادامه لری.
https://avapress.com/vdchvknzk23nxvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته