دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 115906
په حصه اول بهسودو ولسوالۍ کې یو جومات تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د میدان وردګو په حصه اول بهسودو ولسوالۍ کې د نږدې درې نیم میلیونو افغانیو په لګښت په نیم جریبه ځمکه کې یو مسجد تر جوړېدو وروسته نن د وږې په لسمه نیټه ګتې اخیستنې ته وسپارل شوو.

دغه مسجد د حج او اوقافو وزارت د پرمختیایي بودیجې په ۳۲۹۱۸۵۰ مالي بودیجه د یو کال په موده کې جوړ شوی،چې په یو وخت د ۴ سوه لمونځ کوونکو د ځای پر ځای کېدو ظرفیت لري .

د میدان وردګو والي ښاغلی حیات الله حیات د دغه مسجد په جوړېدو خوښي ښکاره کړه او ژمنه یې وکړه،چې ډېر ژر به په مرکز میدان ښار کې هم د عیدګاه مسجد د جوړولو د چارو د پیل کېدو په موخه هڅي وکړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvmnz-23nzwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته