دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 94700
ننګرهار: په خوګياڼو کې ځانګړو عملیاتو کې دوه تنه وسله وال وژل شوي
د ننګرهار امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډيو ته ویلي، چې افغان ګډو ځواکونو تېره شپه شاوخوا لس بجې د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند د نکړخیل په سیمه کې پر یوه کورځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو د یادو عمليآتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي،خو د یوه بل خبر له مخې په یوه ټلیفوني پيغام کې ادعا کړې، چې د پنجشنبې په سهار يې د جلال اباد ښآر اړوند دسیاف فامیلو په سیمه کې د پولیسو پر رینجر د ځای پرځای شوي ماین چاودنه کړې،چې په کې سپرو ټولو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقي وال د طالبانو دغه ادعاوې ردوي او په خبره تر اوسه ددا ډول پيښې راپور دوی ته نه دی ورغلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdchvqnw.23nkvdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته