دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۰۰
د مطلب کود : 100506
د سراج الدین حقانی ورور انس حقانې او د دی شبکې نظامي قوماندان په خوست کې ونیول شو
انس حقاني د سراج الدین حقاني ورور او د جلاالدین حقاني زوی چې د عبد الله په نامه مشهور دی او حافظ رشید چې په خوست کې د دی شبکی مشهور قوماندان دی دواړه د ملی امنیت د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې په ۲۲ د میزان ونیول شول.

انس حقانی د حقانی شبکی له قوی غړو څخه دی چې د املی امنیت د لوي ریاست له لوری څخه نیول شوی ده. نوموړی د دی شبکی د مشر او خپل ورور سراج الدین حقانی ځانګړی مرستیال وو او د دی شبکی په ستراتژیکو پریکړو کې یی بنسټیز رول لوباوه.

انس حقانی په کمپیوټر کې ځانګړی مهارت لری او په دی شبکه کې د ټولنیزو شبکوو له لاری د پروپاګند په برخه کې له متفکرو څخه ګڼل کیده.

نوموړی په عربی هیوادونو کې د پیسو د را ټولولو مسوول وو او ددی شبکی د عملیاتو لپاره یی پیسی برابرولی.

د افغانستان په جنوب ختیځ کې د حقاني شبکی نظامی قوماندانې:

حافظ رشید د محمد عمر زوی دی او د خوست د اسمعیل خیلو د ولسوالی اصلی اوسیدونکۍ دی او اوس مهال د پاکستان د پنجاب صوبی د چکوال سیمی کې اوسیده. نوموړی د دی شبکی په تیرو څو کلو کې د خوست ولایت د اسمعیل خیلو ولسوالی کې تش په نامه ولسوال وو. هغه په دی وروستیو کې د حقانی شبکی له لوری د افغانستان په جنوب ختیځ کې د نظامی قوماندان په توګه ټاکل شوی وو او فعالیت یی کاوه. حافظ رشید په کابل او خوست کې د موخو د ټاکلو او د ځانمرګو لپاره د وسایلو د برابرولو مسوول وو. هغه له وزیرستان او پشاور څخه کابل ته د ځانمرګو د انتقال په برخه کې تر ټولو غټ مسوول ګڼل کیده. حافظ رشید ۳۴ کلن ده او ده هغه ورور محمد نبی عمر د طالبانو په وخت کې د سرحداتو د وزارت معین او د جلال الدین حقانی مرستیال وو.

د دی دوه کسانو نیول د ملی امنیت د لوی ریاست له لوری د حقانی شبکی څخه تر ټولو لویه نیونه ده او دی شبکی ته تر ټولو سخته ستراتژیکه ضربه ده چې د دی شبکی د عملیاتو د اختلال او د جګړی په میدان کې به د عملیاتو د ضعیفوالی لامل شی. پرون هم یو قوماندان او د دي شبکی پنځه نور غړی په ګډو عملیاتو کې له منځه لاړل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvvnz-23nvmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته