دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 110109
اجرائیه ریاست د پارلمان لخوا وزیرانو ته د تائید رایې ورکولو تصمیم ته هر کلی وایې
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسي استازو لخوا د کابینې شپاړلس وزیرانو ته د تائید رایې ورکولو تصمیم ستايي او له پارلمان څخه مننه کوي.
د پارلمان لخوا نوماند وزیرانو ته د تائید رایې ورکول دا ښيې، چي د نوماندۍ پرمهال د وزیرانو لخوا وړاندي سوې پلانونه او برنامې د ملت د استازو د تائید وړ ګرځېدلي او په تطبیق سره به یې د هیوادوالو غوښتنو او ضرورتونو ته رسيدګي وسي.
زه د پارلمان ننی تصمیم د هیواد د سیاسي او امنیتي ثبات لپاره خورا مهم ګڼي او په داسي اساس وخت کي د وکیل صاحبانو دا تصمیم د قدر وړ ګڼي.
د کابینې له تکمیل سره به د ملي یووالي حکومت هغه ژمني، چي له ولس سره یې کړي دي، یو په بل پسي عملي کوي او د وضعیت د بهبود لپاره به نهايي هڅي کوي.
حکومت د هیواد د فاع وزارت او مستقلو ریاستونو او اداراتو لپاره هم د مناسبو او مسلکي اشخاصو پر تعین او موندنه کار کوي او په نژدې راتلونکي کي به د دفاع وزارت لپاره د نوماند ترڅنګ، لوی درستیز او د قضائیه قوي رئیس هم تعین سي.
د کابینې تر بشپړېدا وروسته بله مهمه موضوع، چي حکومت پرې کار کوي د والیانو تعین او ترتیب دی، څو حکومت په کامله توګه تکمیل او د توقع سره سم خدمات وړاندي سي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchvvnzw23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته