د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي چې له دې چورلکو سره د هوایي ځواکونو د الوتکو شمېر ۱۲ ته ورسید.
د نوموړي په وینا، د دې چورلکو د استفادې لپاره افغان پیلوټانو ته د امریکا له خوا روزنې ورکول کیږي.
ټاکل شوې چې واشنګټن افغان هوایي ځواکونو ته اته نورې " اې نهه ویشت " جنګي الوتکې هم ورکړي.
په همدې حال کې مخکې له دې د ملي دفاع وزارت په امریکا کې د افغان پیلوټانو د روزنې خبر ورکړی وه او ویلي یې وه چې دغو الوتکو پیلوټان په امریکا متحده ایالاتونو کې روزل شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې وه چې پیلوټانو د څوارلسو میاشتو روزنې په ترڅ کې توانیدلي چې ښې وړتیاوې ترلاسه کړي او ډاډه دي چې د افغانستان په پوځ کې به ګټور وي.
تر دې وړاندې هند هم څلور پوځي چورلکې افغانستان ته سپارلې وې. د پوځ چارواکي وايې چې امریکا متحده ایالاتونه به د افغانستان د هوايې ځواک په برخه کې تر دوه میلیارده ډالره ولګوي.
د دغو الوتکو له ورکړې وروسته د افغانستان لپاره د امریکا څارنې ځانګړې ادارې ویلې وه چې موږ د هغو پېلوټانو د امنیت په اړه اندېښنه لرو چې د زدهکړې لپاره به امریکا ته راځي او دوهم دا چې دا به د امریکا ماموریت کړنلارې سره سمون ولري او که نه.