دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود : 131205
مدني فعالان:دکندهار زده کوونکي دتېرو ۴ کلونو راهيسي دتعلمي نصاب دکتابونو دنه شتون سره مخ دي

د مدني ټولنو غړو، روڼ اندو او د ولايتي شورا غړو د يوې احتجاجیه غونډي په ترڅ کي د پوهني پر وزارت نيوکه وکړه، چي ددغه ولايت سره دوه مخی چلند کوي او د تېرو ۴ کلونو راهيسي يې زده کوونکو ته د تعليمي نصاب اړوند کتابونه نه رسېږي او يا هم نيم ورکول کېږي.

د غونډي برخوالو د کندهار په معارف رياست کي هم د فساد د شتون خبره وکړه، چي په وينايي، له امله يې د کندهار معارف د ستونزي سره مخ سوی دی.

موږ د تعليمي نصاب کتابونه غواړو دا په کندهار ولايت کي د هغه احتجاجيه غونډي شعار وو، چي د یکشنبي په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د غونډو په تالار کي د لسګونو مدني ټولنو د غړو، روڼ انده ځوانانو، د ولايتي شورا غړي سيد احمد سيلاب او د اطلاعاتو او فرهنګ د سرپرست رئيس حضرت ولي هوتک په ګډون جوړه سوې وه.
د ځوانانو او د مدني ټولنو دغړو په وينا، دوئ د کندهار ښار تر سلو (۱۰۰) زياتو مرکزي ښوونځيو ته ورغلي، چي يوه بېلګه يې د احمد شا بابا عالي ليسه وه، چي لا هم ۲۵۰۰ زده کوونکي د کتابونو د نشتون سره مخامخ دي.

هغوئ يې پړه پر مرکزي ادارې او د پوهني پر رياست وراچوي او وايي، که دولت دغه ستونزه جدي ونه نيسي، دوئ به په لاريونونو لاس پوري کړي.

ويناوالو په پارلمان کي د کندهار پر وکيلانو نيوکه وکړل، چي يوازي خپلو شخصي ګټو ته کار کوي او د ملت مشکلاتو ته يې شا کړې او هيڅ پروا يې نه ساتي او د کندهار معارف د مافيا په چنګاو کي دی.

په دې اړه يو پرېکړه ليک هم صادر سو، چي د محمد اصف پتيالي لخوا ولوستل سو.
د ولايتي شورا غوړي سيد احمد سيلاب د غونډي د برخوالو خبري تاېيد کړي او وويل د کندهار پوهني رياست نه يوازي د کتابونو د ستونزي سره مخ دی بلکي ، ۷۴۲ ښوونکو ته د پي ار ار امتياز نه ورکول کيږي ، دوه لکه دوه اويا زره څخه اضافه زده کوونکو ته په سږ کال کي د تعليمي نصاب کتابونه نه دي ورکول سوي ، مکاتب درسي خوني نه لري او ورته نور مشکلات سته چي دا ډول عمل د وزارت د لوري يو قصدي کړنه بولي .

بلخوا د کندهار ولايت د پوهني رياست د نشراتو مدير نظر محمد صميمي په کندهار کي د تعليمي نصاب د کمبود خبره مني او وايي چي په ياده برخه کي يي د پوهني وزارت سره تما س نيول سوی او ډير ژر به دغه ستونزه حل سي .
ښاغلی صميمي به معارف کي د فساد د شتون خبره رد کړه او وايي که احيا داسي څه موجود هم وي د ولايت مقام لخوا د برسي کميټه په دغه برخه کي کار کوي ترڅو فاسد اشخاص په نښه او د قانون پنجو ته يي وسپاري.

پاته دی نه وي چي د غونډي برخوالو د يوه لاريون په شکل هم خپل ږغ پورته کړ او ويل يی موږ کتاب غواړو او دا زموږ حق دی.

https://avapress.com/vdchvznzm23nxid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته