دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 94629
عبدالله د انتخاباتو د ابتدايي پایلو د اعلان د ځنډېدو هرکلی وکړ
تاند- د ولسمشرۍ کاندید عبداله عبدالله د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د ابتدايي پایلو د ځنډېدو هرکلی وکړ، ویې ویل دا به فرصت برابر کړي چې د درغلیو د ادعاوو په اړه څېړنې وشي.
عبدالله عبدالله په کابل کې په خپله کلکه ساتل کېدونکې ماڼۍ کې فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې باید د درغلیو په اړه تحقیقاتو ته وخت ورکړای شي.
ټاکل شوې وه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن /چهارشنبه/ د جوزا د څلرویشتمې نېټې د دوهم ځلي انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان کړي خو کمیسیون پرون وویل چې د شاوخوا ۱۹۰۰محلونو رایې بیا شمېري او د دغو محلونو د رایو په اړه د څېړنو په خاطر د ابتدايي پایلې اعلان ځنډوي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له دې اعلانه وروسته عبدالله فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«اوس د ابتدايي پایلو د اعلان د ځنډېدو له کبله وخت او فرصت شته. موږ د داسي اقداماتو په اړه خبرې کوو چې په وسیله یې څېړنې په قوت سره وشي او د جعلي رایو چاره وشي.»
عبدالله همداراز وویل:«تقریباً هرڅوک موافق دي چې په پراخه پیمانه درغلي شوې ده نو که ناپاکې رایې تصفیه نه شي د انتخاباتو په پایله کې به مشروعیت رامنځته نه شي.»
ده دا هم وویل:«که موږ وایو چې درغلي شوې ده، مقابل لوری هم وايي چې درغلي شوې ده نو ښه دا ده چې ټول لاسونه سره ورکړو او مشکل حل کړو.»
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchw-nw.23nkidjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته