دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۲۹
د مطلب کود : 156091
د سفارشي مقرریو په هکله ملي شورا غړیو د ولسمشر غني خبرداری

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان ملي شورا غړیو ته په وزارتونو کې د سفارشي مقرریو په هکله خبرداری ورکړ.

نومړی نن د ملي پولیسو اکاډمۍ د محصلینو د لسمې دورې د فراغت په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل «  له ملي شورا څخه په احترام غوښتنه کوم چې وزارتونو ته دې د مقررۍ لپاره نه راځي، که راشي ثبت او په ټولو ټلویزیونونو کې دې خپاره شي.»

ولسمشر غني زیاته کړه، چې زه یوه مقرري هم تر فشار لاندې نه لاسلیکوم او ټینګار یې وکړ چې د کورنیو چارو وزارت د نوې برنامې پر اساس د وزارت منسوبین به د اړوند مراجعو په ذریعه په دندو وګمارل شي.

هغه وویل « هر څوک چې په واسطه مقرر شوي له سنګره تښتېدلي او هر څوګ چې په پیسو مقرر شوي سبا یې غلا کړې او خلک دا نه غواړي.»

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیر ښاغلي ویس برمک وویل چې د کورنیو چارو وزارت لپاره یوه نوې څلورکلنه ستراتېژي جوړه شوې ده، چې په دوو اساسي برخو متمرکزه دی.

د ښاغلي برمک په وینا، په نوې ستراتیژي کې د ملي پولیسو پرمختګ او پیاوړتیا او د کورنیو چارو وزارت د ساختار جوړول شامل دي.

نوموړی زیاته کړه، چې ټول تازه فارغ شوي ملي پولیس به په کورنیو چارو وزارت کې په دندو وګمارل شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchw-nzz23nmvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته