دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 94809
۸ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې لوګر ، کندهار  او پکتیا  ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۸ تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول ، ۸ تنه ټپیان او۶ تنه  د امنیتي ځواکونو له لورې  ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه   اندازه  مهمات  او چاودیدونکي توکي هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز  د ملي پولیسو منسوبانو تېره  ورځ ،۶  کړۍ  ماینونه  چې د طالب ترهګرو له لورې  د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه  د تخار، پکتیا ، هرات  او هلمند ولایتونو  په  اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchw6nw.23nkvdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته