دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۴۴
د مطلب کود : 97879
د لومړي ځل لپاره د تلویزیون انالوګ سیستم په ډیجیتل واوښت
 په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د تلویزیون انالوګ سیستم په ډیجیتل واوښت.
 د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر امیرزي سنګین نن په کابل کې د دغه نوي سیستم د پرانستې پر مهال وویل، دغه سیستم به په کابل کې د تلويژيون شپیته چینلونه ترخپل پوښښ لاندې راولي.
 ښاغلي سنګین زیاته کړه، هڅه کوي چې د دغه نوي سیستم لړۍ د هېواد نورو ولایتونو ته هم پراخه کړي.
 د تلویزیونونو په ډیجیتلي کیدو سره د تلویزیوني خپرونو د تصوریرونو او غږ کیفیت معیاري کیږي او تلویزیونونه کمه انرژۍ مصرفوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchw6nw.23nqqdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته