دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 132592
امریکا متحدو ایالتونو له افغانستان سره د 791 میلیونه ډالرو پراختیایي مرسته وکړه
۳ عقرب ۱۳۹۵: مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي او د امریکې نړیوالې پراختیایي ادارې مشر ښاغلي هربرت سمیت د افغانستان ملي یووالي له حکومت سره د افغانستان د پراختیا په برخه کې د 791.16 میلونو ډالرو مرستې څلورتړون نن د لړم میاشتې په ۳ مه د ولسمشرئ په ماڼۍ کې لاسلیک کړل. د تړونونو د لاسلیک پر مهال د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي وویل:”دغه ډول تړونونو د امریکي او افغانستان د خلکو ترمنځ د ملګرتیا او ملاتړ یوه بیلګه ده. دغه مرسته په راتلونکي یو کال کې موږ ته ددې وړتیا راکوي چې مهمې پروژې عملي کړو او په ټول افغانستان کې خپلو خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړو. ده زیاته کړه چې دغه تړونونه د هغو ژمنو د عملي کولو لومړی ګام دی چې چې د بروکسل په کنفرانس کې مو کړې چې افغانستان به د ځان بسیاینې پر لورې بیایو.” په افغانستان نړیوالې پراختیایي ادارې مشر وویل چې: ”ددې تړون لاسلیک د امریکا د هغو ژمنې له مخې ترسره کیږي چې د بروکسل په کنفرانس کې یې کړې ده. ده زیاته کړه چې امریکا د افغانستان ملي یووالي له حکومت او خلکو سره اوږدمهاله مرستو ته ژمن دی. دا تړون هغه ژمنه عملي کوي چې د افغانستان حکومت غښتلی شي ترڅو د پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې افغانانو ته ښه خدمات ترسره شي او د څو کلونو لاسته راوړنې وساتل شي.” یاده مرسته به د مهمو پراختیایي موخو د ترلاسه کیدو له پاره چې په هغه کې د خصوصي سکتور پر اساس اقتصادي پرمختګ ، د ډیرو وګړو په ګډون یو ولسواک نظام او یوه با سواده او د روغتیا له درکه صحتمنده ټولنه ولرو، مصرف شي. ###
https://avapress.com/vdchwinzi23nxmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته