دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۹:۲۰
د مطلب کود : 112099
د زابل د وروستۍ پېښې په اړه د اجرایوي رییس د خواخوږۍ پيغام
د افغانستان دښمنانو یو ځل بیا خپل جنایت وښوده. په زابل کې نن افغانستان دښمنانو پر ولایتي شورا د موټر په واسطه ځانمرګی برید وکړ.
په دې پېښه کې ۶۸ تنه زموږ بې ګناه هېواوال ټپيان شوي دي.
زه دا پېښه په کلکه غندم. دا برید په ولایتي شورا کې د خلکو پر استازو شوی دی. په حقیقت کې دا برید د افغان ملت پر وړاندې د تور زړو دښمنانو دښمني ثابتوي.
زه د دې پېښې ټولو ټپيانو ته له پاک خدای ج نه د بېړنۍ او تلپاتې روغتیا هیله کوم.
انشاالله چې افغان امنیتي ځواکونه به د خلکو په ملاتړ سره وکولای شي چې د افغانستان د دښمنانو موخې او اهداف له خاورو سره خاورې کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdchwinzw23nzvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته