دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 104098
افغانستان او پاکستان ژمنه وکړه چې د ترهګرۍ پرضد به ګډه مبارزه کوي

افغانستان او پاکستان پرون ژمنه وکړه چې په ګډه به له تروريزم سره مبارزه کوي.
د پاکستان د پوځ لوي درستيز په پېښور کې پر يوه ښوونځي د وسله والو طالبانو له بريده يوه ورځ وروسته کابل ته سفر وکړ او د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره يې د دوو هيوادونو ترمنځ د تروريزم پر ضد پر همکاريو خبرې وکړې.
ولسمشر غني د پاکستان د پوځ له لوي درستيز سره په کتنه کې يو ځل بيا د پېښور پر پېښه خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل، د پېښور حمله کوونکي د هغو تروريستانو په شان دي چې د پکتيکا په يحيی خېلو او د کابل په استقلال لېسه کې يې د افغانستان پر ماشومانو او ځوانانو وحشيانه بريدونه وکړل.
افغانستان له ډېرو کلونو راهيسي پر پاکستان تور پورې کوي چې افغان طالبانو ته يې په خپله خاوره کې پناه ورکړې او د طالبانو مشران د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې جګړه تنظيموي.
په وروستيو کې پاکستان ورته تور لګوي او وايي چې د پاکستانتي طالبانو مشر د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې اوسي او پاکستاني طالبان په کونړ او نورستان کې پناهځايونه لري.
ولسمشر غني د پاکستان لوي درستيز او د آي ايس آي مشر ته وويل چې هغه وخت راغلی چې افغانستان او پاکستان په صداقت او موثريت په ګډه د تروريزم او افراطيت پر خلاف په افغانستان؛ پاکستان او سيمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره جدي اقدامات وکړي.
د افغانستان ولسمشر تاکيد وکړ چې تروريستي اعمال نه يوازې بايد تر ټولو په کلکو الفاظو محکوم شي؛ بلکې د تروريستانو پر ضد عملي او کلک اقدامات وشي.
د پاکستان لوي درستيز جنرال راحيل شريف وويل چې هڅه کوي؛ د پېښور د سې شنبې د ورځې د پېښې عاملان ژر تر ژره ونيول او سزا ورکړاي شي.
پاکستاني رسنيو ويلي و چې جنرال راحيل شريف به د افغانستان له ولسمشره وغواړي چې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله په نيولو او پاکستان ته د هغه په سپارلو کې مرسته وکړي؛ خو د افغانستان د جمهوري رياست په خبرپاڼه کې په دې اړه څه نه دي ويل شوي؛ خو د پاکستان د لوي درستيز له خولې راغلي چې افغانستان او پاکستان بايد د دې ډول پېښو د مخنيوي لپاره په ګډه د تروريزم پر ضد جدي ګامونه پورته کړي.
د افغانستان د پوځي چارو کارپوه متقاعد جنرال عتيق الله امرخېل کابل ته د پاکستان د لوی درستيز سفر له خپلو ناکاميو په بله خوا د پام اړولو لپاره يوه هڅه بولي.
دی همداراز وايي چې پاکستان غواړي چې په دې توګه پر افغانستان فشار راوړي او داسي وښيي چې د پېښور د حملې مسوولان د افغانستان په خاوره کې دي.
د پاکستان د پوځ يوه جګپوړي چارواکي فرانس پريس خبري اژانس ته وويل چې د پېښور د سې شنبې د ورځې په حملې ځينو شاملو کسانو په عربي ژبه خبرې کولې او له دې داسي ښکاري چې هغوی د پولې له پورې غاړې سره تړاو درلود.

سرچينه : دصدای افغان خبری آژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchwknz623nvvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته