دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود : 114394
دولت ، ملګرو ملتونو او تمویلونکو په افغانستان دملګرو ملتونو د کار ارزونه پیل کړه
 د هغو دریو غونډو له لړۍ څخه چې په افغانستان کې به دملګرو ملتونو د بنسټونو رول ارزوي، لومړۍ غونډه نن په کابل کې د دولت ، ملګرو ملتونو او مرستندویه نړیوالې ټولنې دلوړ پوړو چارواکو په ګډون جوړه شوه.
د ۲۰۱۵ زیږدیز کال دمارچ دمیاشتې په شپاړسمه نیټه د امنیت شورا د ۲۲۱۰ پریکړه لیک له مخې دنوموړې ارزونې غوښتنه تر سره شوې وه ، چې په افغانستان کي دملګرو ملتونو دمرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت یې هم غزولی و.
ددي غونډې په ترڅ کې چې دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر، صلاح الدین رباني او دافغانستان لپاره ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، نیکولاس هیسم له خوا یې مشري کیدله په هغو لارو چارو موافقه وشوه چې نوموړې ارزونه د افغانستان دملي حاکمیت ، ملي رهبري او ملي مالکیت د اصولو له مخې تر سره شي. همدارنگه درې واړه اړخونو د مثبتو او ثمر لرونکو پایلو ژمنه وکړه.
ښاغلي رباني وویل : ” موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې د یوناما ماموریت د لیږد د لسیزې له موخو سره سم پاتې کیږي. او له دې سره سره ، موږ ټینګار کوو چې په افغانستان کې د مګلرو ملتونو فعالیتونه او ښکیلتیا د ’یو موټي ملګرو ملتونو‘ د دریځ له مخې تر سره شي تر څو لاډیره همغږي او لاسته راوړنې ولرو. "
ښاغلي هیسم وویل ملګري ملتونه د عمومي منشي دغوښتنې پر بنسټ ددې ارزونې هر کلی کوي او زیاته یې کړه : ” ملګري ملتونه دپنځوس کلونو راپدیخوا په افغانستان کې حضور لري او دافغانانو دژوند ښه کولو ته ژمن دي. “
ښاغلي هیسم چې دیوناما مشري هم کوي وویل : ” موږ ډیره هڅه کړې خپلې مرستې هغو څانګو ته بیلې کړو چې تر ټولو زیات ارزښت لري. او دا ارزونه به له موږ سره مرسته وکړي تر څو ډاډ تر لاسه کړو چې زموږ چارې لا ډیرې اغیزمنې دي او دافغانستان له لومړیتوبونو سره سمون لري. ددې سر بیره زموږ شتون باید په افغانستان کې دې هیواد ته دنړیوالې ټولنې لا زیاته پاملرنه جلب کړي. “
یو مفصل راپور به چي د ارزونې ټول بهیر پکې شتون ولري، د عمومي منشی له خوا دامنیت شورا ته مخکې له دینه چې دسپټمبر په میاشت کې دافغانستان پر موضوع بحث وکړي وړاندې شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwknzk23nzxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته