دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 95709
۲۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې  ارزګان ، هرات ، هلمند ، فاریاب ، بغلان ، غزنی ، کندهار  او میدان وردک ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۰ تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول ،یو تن ټپی او۶ تن  د امنیتي ځواکونو له لورې  ژوندي ونیول شو .
په یادو عملیاتو کې یوه   اندازه  مهمات  او چاودیدونکي توکي هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز  د ملي پولیسو منسوبانو تېره  ورځ ،۲ کړۍ  ماینونه  چې د طالب ترهګرو له لورې  د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه  د کندهار او خوست   ولایتونو  په  اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchwqnw.23nmvdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې