دخپریدو نیټه :شنبه ۴ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 153698
د مصر په جومات کې د ۲۳۵ کسانو وژل کېدل او د افغان حکومت غبرګون

افغان حکومت د مصر په یوه جومات کې د وسله والو برید په ترڅ کې د ۲۳۵ کسانو وژل کېدل په کلکو ټکو وغانده.

د جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې افغان حکومت د العریشه په الروضه جومات کې د جمعې د لمانځې په پایله کې ترهګریز برید چې په ترڅ کې یو شمېر کسان وژل شوي او یا هم ټپیان شوي، په کلوکو ټکو غندي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د ترهګرو بریدونو او ګواښونه له کلونو راهیسې افغان خلکو ته درنه ځآني او مالي اوښتې او د دغه غمجمنې پیښې او د قربانیانو کورنیو دردونه د هر چا څخه زیات احساس کولای شي.

د مصري چارواکو په وینا، پیښه د جمعې د لمانځې په پایله کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې وسله والو د جومات ته څېرمه له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه.

چارواکي زیاتوي، چې تر چاودنې وروسته پاتې وسله والو پر لمنونځ کوونکو ډزې پیل کړل چې په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۳۵ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات کسان ټپیان دي.

د پیښې مسئولیت تر اوسه کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې له څو کلونو راهیسې د مصر حکومت او امنیتي ځواکونه د سینا په بېلا بېلو سیمو کې د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې په مبارزې بوخت دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwxnz623nm-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته