دخپریدو نیټه :شنبه ۶ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 143699
ناتو تړون په افغانستان کې د سرتېرو په اړه وروستۍ پایلې ته نه دی رسیدلی
د ناتو غړي هېوادونه د افغانستان لپاره د سرتېرو د کمولو او یا ډېرولو په اړه وروستۍ پایلې ته ونه رسیدل، له داعش ضد نړیوال ائتلاف سره یو ځای شوي او د روسیې له تحرکاتو سره د هڅو پر همغږي یې بحث وکړ.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وایي، مونږ تر اوسه د ۲۰۱۸ کال لپاره د سرتېرو د بشپړ شمېر په اړه پرېکړه نه ده کړې. په افغانستان کې د ناتو د سرتېرو شمېر اوس ۱۳ زره ته رسیږي، چې افغان ځواکونو ته د سلا مشورو او زدکړو په حال کې دي. د ناتو ځینې غړي حتا په افغانستان کې د سرتېرو په شمېر کې د زیاتوالي غوښتنه لري؛ خو د سرتېرو د پوره شمېر په اړه به د همدې کال په لړ کې پرېکړه کیږي.
تمه وه، چې ناتو په دې سرمشریزه کې د افغانستان لپاره د خپلو سرتېرو د شمېر په اړه پرېکړه وکړي؛ خو دمګړۍ د دوی په وینا افغانستان له زیاتو ننګونو په ځانګړې توګه اداري فساد سره مخ دی.
ینس ستولتنبرګ په ډاګه کړې؛ مونږ نه دي ویلي، چې په افغانستان کې وضعیت ساده دی. په دې هېواد کې وضعیت ستونزمن دی؛ زیات تاوتریخوالی، زیاتې ننګونې او اوس هم د اداري فساد ستونزه پر ځای پاتې ده؛ خو افغان ځواکونه دومره پیاوړي شوي، چې کولی شي د خپل هېواد په وړاندې له شته ننګونو او ګواښونو سره په ښه توګه مبارزه وکړي.
د ناتو سرمنشي دغه راز وایي، په افغانستان کې د ناتو موخه یوازې د امنیتي ځواکونو روزنه ده، په ځانګړې توګه د ځانګړیو ځواکونو ته روزنه!
د نوموړي په وینا؛ زمونږ موخه د افغان امنیتي ځواکونو روزنه ده، چې ظرفیتونه یې لوړ شي. مونږ له افغان ځانګړیو ځواکونو سره کار کوو او هڅه کوو، چې د افغان هوایي ځواکونو وړتیاوې لوړې شي؛ ځکه دغه برخه اړینه شوې ده.
د ناتو سرمنشي د افغانستان اوسنی پوځ د ناتو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه بولي، چې په وینا یې د افغانستان د ملي حاکمیت د ساتنې ځواک یې پیدا کړی او د هرې ورځې په تېرېدو نور هم پیاوړي کیږي.
https://avapress.com/vdchwxnzw23nk-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته