دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 101398
موږ د یو قوي حساب ورکوونکي سیستم غوښتونکي یو او د هغه پر پلي کېدو مصمم هم یو د آسیا زړه ـ د استانبول د بهیر د بهرنیو چارو د وزیرانو څلورمه ناست

دافغانستان د جمهور رییس محمد اشرف غني او د چین د صدراعظم ښاغلي لی کیکیانګ په حضورکې نن له غرمې مخکې د چین د ولسي جمهوریت په  پلازمېنې د بیجینګ په ښارکې جوړه شوه .
په دغه ناسته کې چې د دغه بهیر د ۱۶ اصلي غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د همکارو هېوادونو استازو هم ګډون کړی و، جمهور رییس محمد اشرف غني د دغې ناستې د کوربه توب له امله له چین څخه د مننې  په ترڅ کې  وویل:
له جګړې او فقر څخه  د ثبات او نیکمرغۍ په لور په فوق العاده ډول د ختیځې آسیا ګذار په ستونزو باندې د لاس بري لپاره موږ ته  له تیرو ستونزو او ننګونو څخه درس راکړی دی.
محمد اشرف غني وویل، موږ ژمن یو چې افغانستان په راتلونکې لسیزه کې د بدلون د یوې پایه دارې  دورې په توګه د سیمې په یوې څلور لارې بدل کړو.
جمهور رییس غني دې ته په پاملرنې چې سوله د افغانستان د حکومت مهم لومړیتوب دی، وویل چې موږ خپلو سیاسي مخالفینو، په ځانګړې توګه طالبانو ته بلنه ورکوو چې په بین الافغاني ډیالوګ کې ګډون وکړي او له خپلو ټولو نړیوالو دوستانو څخه غواړو چې د افغانستان په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي.
محمد اشرف غني وویل چې د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه پورې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو محاربوي رول پای ته رسیږي، د دې لپاره چې ټول مسوولیت د دغه هېواد د زړورو ځواکونو په غاړه نه وي، موږ په قضایي بنسټونو، حکومتوالۍ 
او په اقتصادي او فرهنګي برخوکې د هر اړخیزو اصلاحاتو د رامنځته کولو لپاره ژمن یو.
جمهور رییس غني څرګنده کړه چې د هېواد له خصوصي سکټور سره زموږ خبرې او د هېواد دعوایدو په سرچینو او امنیتي سکټورکې د اصلاحاتو د رامنځته کېدو لپاره زموږ هوډ او هڅې د دې سبب شوي دي چې پر حکومت باندې د خلکو او د نړیوالو شرکتونو باور زیات شي چې د افغانستان دروازه د هغوی د پانګونې لپاره خلاصه ده.
جمهور رییس غني وویل: تجربې ثابته کړې ده چې د اصلاحاتو د رامنځته کېدو  بهیر او د دولت او خلکو ترمنځ د اړیکې د ټینګښټ تر ټولو ښه لاره له ملي بودجې څخه ملاتړ دی او موږ د یو قوي حساب ورکوونکي سیستم غوښتونکي یو او د هغه پر پلي کېدو مصمم هم یو.
ده وویل چې په افغانستان او سیمه کې د سولې، نیکمرغۍ او ثبات د پراختیا په لاره کې د چین جمهوریت فعاله ونډه اخیستنه د اهمیت وړ ده او موږ د افغانستان خلک له دغه ملاتړ او د هغوی له پاملرنې څخه منندوی یو.
په دې ناسته کې د چین صدراعظم ښاغلي لی کیکیانګ وینا وکړه، وې ویل: د استانبول د ناستې له پیل څخه تر اوسه، دا بهیر له افغانستان سره د سیمه ایزو همکاریو په یو ځانګړي میکانیزم بدل شوی دی او په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا لپاره یې د سیمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې ته فرصت برابر کړی دی.
ده زیاته کړه چې د دغه بهیر پرمختګ به په سیمه کې د تل پاتې سولې،  د ثبات  د تامین او د اقتصادي او ټولنیزې ودې په لاره کې له موږ سره مرسته وکړي.
د چین صدراعظم د جنوب د اتصال د مرکز په توګه د افغانستان اهمیت ته په پاملرنې سره وویل: له نړیوالې ټولنې سره دوست، یو موټی او پرمختللی افغانستان هغه څه دي چې د افغانستان خلک یې هیله لري او د سیمې او د نړۍ د هېوادونو په ګټه هم دی.
ده وویل چې چین له افغانستان سره خپلې دوستۍ ته دوام ورکوي او په بېلابېلو برخوکې  دوه اړخیزو ژورو همکاریو دوام ته ژمن دی. چین د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي او چمتو دی چې په دې لاره کې خپل رغنده رول ولوبوي.
ښاغلي لی کیکیانګ همدا راز وویل چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره په زیربنایي، کرنې، د اوبو د مدیریت او د کاني سرچینو د راسپړلو په برخو کې همکاري وکړي.
د چین صدراعظم وویل: هیله لرم چې دغه کنفرانس وکولای شي د افغانستان له نوي حکومت څخه د سیمې د هېوادونو او د نړیوالې ټولنې د قوي ملاتړ لپاره یو روښانه پیغام له ځان سره ولري او هغوی یو ځل بیا د افغانستان د سولې د ټینګښت او بیا رغونې لپاره خپلې اوږدمهالې ژمنې څرګندې کړي.
د آسیا زړه ناسته  ـ د استانبول بهیر د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د ترکیې د استانبول په ښارکې پیل شو، د هغه دوهمه ناسته په ۲۰۱۲ میلادي کال په افغانستان کې او درییمه ناسته یې په ۲۰۱۳ میلادي کال د قزاقستان هېواد د الماتا په ښارکې ترسره شوه.
د آسیا زړه ـ د استانبول د بهیر د بهرنیو چارو د وزیرانو په څلورمه ناسته  کې چې نن د چین په پلازمېنه بیجینګ کې جوړه شوه، پریکړه وشوه چې د دغه بهیر پنځمه ناسته دې په راتلونکې کال کې په پاکستان کې جوړه شي

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchwznz623nvxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته