دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۳:۳۲
د مطلب کود : 141592
د حزب اسلامی رهبر گلبدین حکمتیار په لغمان کې راڅرګند شوی
د حزب اسلامی رهبر گلبدین حکمتیار نن د ( غویي۴ کال ۱۳۹۶) د هېواد په ختیځ ولایت کی له خپلو یو شمېر قومندانانو سره کتلي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د حزب اسلامی یوه سرچینه وايي، چې ګلبدین حکمتیار په لغمان ولایت کې دی او ډېر ژر به په جلال آباد کې هم راڅرګند شي.
ټاکل شوې، چې له راڅرکندیدو وروسته به د حزب امیر کابل ته راځي او په غازي لوبغالي کې به خپلو سلګونه پلویانو او مینه والو ته وینا کوي.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال د تلې پر لومړۍ نېټه د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې تړون لاسليک شو او د ښاغلي حکمتیار راڅرګندیدو ته زمینه برابره شوه.
https://avapress.com/vdchwznzi23nkmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته