دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 131395
حامد کرزی؛ د پشتونوالی اظهارات که دواقع ګرایانه اجرائاتو څخه فرار
نه زمینه د قومی ګټی اخیستنی لپاره مهیا دی او نه دا ګټه اخیستنه کارآمد لیدل کیږی اونه تودی دقومی او سمتی ادعاوو فریب خوری او نه خلګ پریږدی لکه تیر وختونه فرد او یا افراد او جریان یا هم حلقی د هر فریب او نیرنګ څخه په استفادی سره ددوی د دینی او ملی ګټی او ارضی تمامیت لپاره شومی نقشی جوړی کړی.

نه زمینه د قومی ګټی اخیستنی لپاره مهیا دی او نه دا ګټه اخیستنه کارآمد لیدل کیږی اونه تودی دقومی او سمتی ادعاوو فریب خوری او نه خلګ پریږدی لکه تیر وختونه فرد او یا افراد او جریان یا هم حلقی د هر فریب او نیرنګ څخه په استفادی سره ددوی د دینی او ملی ګټی او ارضی تمامیت لپاره شومی نقشی جوړی کړی.
په اخیرو ورځو کی ښاغلی کرزی د افغانستان مخکنی رییس جمهور غیری معقولی اظهارات کړی دی او په یو مورد کی، ملاعمر، د طالبان مخکنی رهبر یو پادشاه بللی دی او دخپل آخیری خبرو کی یو رسنی ته ویلی دی چی طالبان د افغانستان تبعه دی او حق لری چی ولسوالیان او ولایاتونه ونیسی. دا اظهارات او دده نظریی تیرو مختو کی نسبت طالبانو ته عکس العملونه رامنځته کړی دی او د رسنیو جنجالونه یی درلودلی دی. ځینی پوهان په دی عقیده دی چی شاغلی کرزی په روانی مریضی ګرفتار سوی دی، نو په خپل نظریاتو نه پوهیږی چی څه وایی او دکوم طیف څخه طرفداری کوی او دکوم جریاناتو، افرادو او شخصیتونو په مقابل کی واقع کیږی. دهغه بغیره دباور وړ نه دی چی یو شخص لکه حامد کرزی غیری معقولو اظهاراتو ته چی دمنطق څخه لیری وی د حقوقی او حقیقی له نظره اقدام وکړی او دملی ګټو پر خلاف خبری وکړی. که ښاغلی کرزی سالم شخص وای او نور وجوه نه لحاظوله حد اقل دخلګو څخه دشرم لپاره داسی اظهاراتو ته اقدام نه کوله. ځینی نور په دی عقیده دی چی دحامد کرزی اظهارات دنورو خلګو د منحرفولو او دطالبانو دزړو دلاسته راوړلو لپاره دی او داسی نه وی چی ددی ډلی قدرت ته رسیدو سره دی او اطرافیانو ته صدمه ورسوی. ځکه، کوم شخص نه پوهیږی چی طالبان دکرزی په وخت کی ډیر زیان لیدلی دی او په زرهاوو مړی او سلهاوو اسیر ورکړی دی چی ځینی یی په خارج کی لکه بګرام او ځینی یی دګوانتانامو په بندیخانو کی کلونه کلونه تیر کړی دی او ځینی یی هم تراوسه په امریکایی بندیخانو کی ژوند تیروی. دکرزی په وخت کی وو چی پشتانه، هغه قوم چی دطالبانو طبیعی غوښتونکی وو، ډیر زیان ولیدل که د افغانستان جنوب، ختیځ جنوب او لویدیځ جنوب ولایاتو ته چی پشتانه پکی اوسیږی نظر وسی وبه لیدل سی چی ډیر زیان یی لیدلی دی او ډیری خلګ یی یاهم وژل سوی دی او یاهم دځایه بی ځایه سوی دی، دخارج لاره یی نیولی دی یا هم دهیواد په نورو ولایاتو کی ژوند اختیار کړی دی. دا هغه حقیقت دی چی دهیڅ شخص بالخصوص د پشتون دقوم او طالبانو څخه پټ نه دی پاته او طبیعی په نظر رسیږی چی دطالبانو کم فهمه وګړی هم پوهیږی چی یو شخص لکه کرزی یو ورځ ددی رویی او عملکرد څخه د پشتون قوم په مقابل کی بیرته دلاسه ورکړی. دهغه بغیره څنګه دی چی دسیاست یو شخص لکه حامد کرزی اوبه په اور وهی چی په کوچنی او لوی محافلو کی خلګ وپوهیږی چی شاید رییس جمهور دسره د طالبانو سرسخت طرفداره وو او خارجیان او نور داخلی ځواکونه هر کارچی دپشتانه بالخصوص د طالبانو په مقابل کی کړی دی دکرزی دشخصی نظریو برخلاف دی. خو بله ډله دکارپوهانو په دی باوردی چی د کرزی نظریات دطالبانو په اړه، دکرزی دسیاسی او اجتماعی مطالبو د عمق څخه دی او هغه دقدرت په عرصه کی دداخلیدو لپاره تلاش کړی دی چی یو ډول دطالبانو په نفع کار وکړی دخارجی ځواکونو دعمل څخه ددی ډلی په مقابل کی کموالی راولی. لکه څرنګه چی د قدرت دانتقال څخه مخکی شهید بروفیسور ربانی ښاغلی کرزی ته، د طالبانو ډله او دهغوی حاکمیت تارومار سو، په یوډول سره چی هیڅ ګمان نه کیدی چی حتی فرد او یا مظنون افراد د طالبانو سره په ارتباط کی وکولای سی په افغانستان د پاته کیدو حوصله او طاقت ولری څه ورسیږی داته چی وروسته دطالب په نامه مسلحه ډله سر راپورته کړی او دافغانستان د دولت په مقابل کی مبارزی ته اقدام وکړی.
دا ډله وایی چی: دا چی نه یواځی دطالبانو ډله په کلی توګه دافغانستان څخه ختم نه سو بلکی دهغوی اقتدار پراختیا ومونده په یو ډول سره چی اوس دداخلی منازعو څخه بلل کیږی. د همدی لپاره طالبان دکرزی ملګری او هغه حمایت ددی ډلی څخه دی او حتی دا نظریه هم سته چی یو وخت مخکنی رییس جمهور د طالبانو دغړو څخه وو او دهغوی له طرفه مسؤلیتونه هم درلودل. په هر حال، هر څه وی او د لوړ نظریو څخه یو واقعیت ته نږدی وی.
د ښاغلی کرزی اظهارات اظهارات غلط او د ملی ګټو په زیان کی دی او هم دهغه خپل ځان په زیان کی دی. څه داچی دهغه وخت تیر سوی دی چی خلګ د طالبانو پراخ جنایات دیاده وباسی او دا هم باید په یاد ولرو چی د پشتون قوم داحساساتو څخه په استفادی سره د طالبانو لپاره یو حمایت جوړ کړو او خاصو جریاناتو دګټو په لټه واوسو.
ځکه چی په واقعیت کی همدا دپشتون قوم دی چی دطالبانو په حمایت او مخالفت سره ډیر زیان په سیاسی، فرهنګی، اجتماعی، اقتصادی او امنیتی برخو کی لیدلی دی. نو دهمدی لپاره نه زمینه د قومی ګټی اخیستنی لپاره مهیا دی او نه دا ګټه اخیستنه کارآمد بلل کیږی اونه تودی دقومی او سمتی ادعاوو فریب خوری او نه خلګ پریږدی لکه تیر وختونه فرد او یا افراد او جریان یا هم حلقی د هر فریب او نیرنګ څخه په استفادی سره ددوی د دینی او ملی ګټی او ارضی تمامیت لپاره شومی نقشی جوړی کړی.
لیکونکی: سید عیسی حسینی مزاری

https://avapress.com/vdchwznzm23nxxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته