که څه هم په ۲۰۱۱ کال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د ځانګړیو امنیتي کمپنیو د لغو کولو فرمان ورکړی و؛ خو اوس د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې ۱۹ یې د دیپلوماتیکو سیمو امنیت ساتي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش زیاتوي، هغه مهال مو ۵۷ ځانګړې امنیتي کمپنۍ لغو کړې؛ خو اوس ۱۹ امنیتي ځانګړې کمپنۍ د دیپلوماتیکو ساحو امنیت ساتي.
نږدې یو میاشت مخکې د انتر کانتیننتال هوتل د امنیت ساتنې چارې یوه ځانګړي امنیتي شرکت ته سپارل شوې وې؛ خو د پلټنو له تمځيو یې پېنځه برید ګر له موترو سره تېر شول او په هوتل کې یې د اوړمې ورځ ناورین رامنځته کړ.
دا، چې له اووه کلونو وروسته ولې د ۱۹ ځانګړیو امنیتي کمپنو هڅې روانې پاتې دي؛ پوځي کارپوه جاوید کوهستانی یې په اړه وايي؛ د ځانګړیو امنیتي شرکتونو جوړوونکي لوړ پوړي چارواکي دي، چې له کورنیو او بهرنیو چارواکو سره په اړیکو کې دي.
د کابل په انتر کانتیننتال هوتل کې له وروستي برید وروسته، چې په کې پېنځه برید ګرو څه باندې ۳۰ تنه ووژل؛ اوس د کورنیو چارو وزیر د کابل– بلخ ځانګړي امنیتي شرکت ته د دې میلمستون د امنیتي چارو سپارل تېروتنه وبلله.
طالبانو پر انتر کانتیننتال هوتل د برید مسوولیت منلی او حکومت هم حقاني شبکه په دې برید کې پړه بولي او وایي، چې برید له بهره پلن شوی و.