دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۳۴
د مطلب کود : 126832
ګلبدین د ملا منصور د وژنې تسلیت ویلي
د حکومت اجراییه رییس د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي سره د سولې خبرو له پرمختګ څخه خوښي څرګندوي او وایی: په وروستیو ورځو کې دواړه خواووي یوه واحد درک او هوکړې ته ډیر نږدي شوي.

د حکومت اجراییه رییس د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي سره د سولې خبرو له پرمختګ څخه خوښي څرګندوي او وایی: په وروستیو ورځو کې دواړه خواووي یوه واحد درک او هوکړې ته ډیر نږدي شوي.

خو ګلبدین حکمتیار د یوه پیغام په ترڅ کې د طالبانو د مشر ملا منصور وژل کیدو په تړاو تسلیت ویلي او د الله پاک له دربار څخه یې نوموړي ته د بښنې غوښتنه کړي.

هغه څېره چې ژمنه یې کړې هېواد کې د سولې ټینګښت او پخلاینې لپاره له هر ډول ترهګریزو کړنو او سخت دریځو ډلو سره له اړیکې لاس اخلي.

ګنې حکومت هم دې رښتینولۍ باندې یې باور کړی.

هغسې چې د حکومت اجرايي رییس د ترکیې ټي ار ټي شبکې سره خبرو کې ویلي ، د حکومت او حزب اسلامي ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې خبرې تر دې ځایه مخ ته تللي چې دواړه لوري یوه نظر ته نږدې شوي.

نوموړي ويلي"دې وروستیو کې موږ او ګلبدین حکمتیار ډېرسره نږدې شوي یو څو یوه نظر ته ورسیږو. دا د هغو ډلو چې سوله غواړي او د افغانستان د حکومت لېوالتیا ده."

که څه هم د حکومت اجرايي رییس اسلامي حزب ګلبدین حکمتیار سره یوه نظر ته د رسیدو خبره وي ، خو د ملا منصور وژنې په تړاو د حکومت او حکمتیار غبرګون د دغه یو ډول نظر څرګندونه کوي.

ګلبدین په اعلامه کې یې د ملا منصور د وژنې تسلیت ویلی.

هغه وايي زه د خپل ځان او حزب اسلامي په استازولۍ ، د ملا منصور وژنه د هغه کورنۍ ، دوستانو او ټولو طالبانو ته تسلیت وایم. هیله لرم چې خدای دې یې وبخښي. پاتې کسانو ته د صبر غوښتنه کوم.

د حزب اسلامي په خبرپاڼه کې ، له طالبانو غوښتل شوي چې حزب اسلامي سره یې دښمني پای ته ورسوي . او دا ګوند چمتو دی څو د افغانستان د حکومت په شان طالبانو سره هم هوکړه لاسلیک کړي.

د حکومت اجرايي رییس باور لري چې د ملا منصور وژنې سره وضعیت بدل شوی او د طالبانو ډېرو هغو مشرانو ته لار خلاصه شوې چې سوله غواړي.

عبدالله وايي"دا یو نوی بدلون دی ، هغسې چې طالبان ترې اغیزمن شوي. وضعیت به بدل شي لکه څه ډول چې د د طالبانو خپملمنځي ډلې ترې اغیزمنې شوي. کېدی شي د ملا منصور وژنه ډېرو طالب مشرانو ته د خبرو لار پرانیزي."

طالبانو ته لور ته د حکمیتار لېوالتیا او حکمتیار سره د افغانستان د حکومت د خبرو هیله مندي او دغه راز د طالبانو د مشر وژنه په داسې حال کې ده چې ډېری فکر کوي حزب اسلامي سره سوله به د هېواد امنیتي وضعیت باندې اغیز ونکړي او د افغانستان حکومت هېواد کې د امنیت خوندیتوب لپاره د ترهګرو ډلو پر وړاندې پوځی لار وټاکي.

 
https://avapress.com/vdchx-nzi23ni6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته