دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۹
د مطلب کود : 112134
په محکمه ډله ییز برید د ۴ بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسیدو
د میدان وردګو ولایت په محکمه د وسله والو مخالفینو له لورې ډله ییز برید د ۴ بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسیدو .

دغه برید نن ( سې شنبه) شاوخوا لس نیمې بجې ترسره شو،چې یو بریدګر لومړی ځانته چاودنه ورکړه او درې نور یې د امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو سره ووژل شول .

د یاد پریدګر د چاودنې له امله دوه ملي پولیس هم شهیدان شوي دي .

په دغه پېښه کې ملکي وګړو او د محکمې مسؤلینو او کارکوونکو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی .

دمګړې د پېښې په سیمه کې وضعیت په بشپړ توګه تر کنټرول لاندې دی .

د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د پېښې په رامنځته کېدو خواشیني ښودلې .

ده د زړه ورو او بیدارو امنیتي ځواکونو د بېړني عکس العمل له امله ستاینه وکړه،چې د لسګونو امنیتي منسوبینو،ملکي وګړو او د محکمې د کارکوونکو د مرګ ژوبلې په مخنیوي کې ستره او مهمه دنده ادا کړه
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxinzk23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته