دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 124438
سولې پاکستان افغان حکومت رېښتنولي جرمني سولې اړه ريښتنولی جرمني بهرنیو چارو تاجکستان چارواکو سختدریځو
۳۲ کيلومتره اوږد ۳۳ ميليونه امريکايي ډالرو ارزښت اسيايي بانک ماليمرسته

 دا سړک چې ۳۲ کيلومتره اوږد دی د ۳۳ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت  د اسيايي بانک په مالي مرسته د دوه کلونو په موده کې جوړيږي.

د دې سړک د جوړېدو چارې پرون د ټولګټو وزارت مرستيال احمدولي شيرزي لخوا د پټۍ په پرې کولو پيل شوې.

دټولګټو وزارت مرستيال وايي، د سړک جوړونې کار به پوره معیاري وي، د وزارت او ولایت مقام له خوا به يي پروخت څارنه کیږي.

هغه وويل، له دې پروژې سره په څنګ کې به اوه پلونه، دېرش پلچکان، یوه دیني مدرسه او روغتون هم جوړ شي.

د چانجير او ګرشک ترمنځ د سړک د جوړېدو چارې داسې مهال پيليږي چې لا هم هلمند ولسواليو ته غځېدلې لارې ويجاړې او يو شمېر د کم کيفيت د جوړېدو له امله بېرته تخريب شوي دي.


سرچينه : ټآټوبی
https://avapress.com/vdchxknz623nikd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته