دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود : 94773
امریکایي سناتوران: اشرف غني او عبدالله عبدالله د انتخاباتو نتیجې ومني      چاپ
امریکایي سناتورانو د جمعې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو هیله وکړه چې؛ د انتخاباتو هغه نتیجې چې په دقت څیړل شوي وي ومني او نور دغه په ټپه ولاړ حالت پای ته ورسوي.
سناتور جان مککین په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ هیله لري چې، روانه انتخاباتي لانجه تر دوشنبې پورې هواره شي. د ده په وینا د جمعې په شپه او بیا د جمعې په ورځ د دواړو کاندیدانو د انتخاباتي ټیم غړیو د ستونزو د هواري لپاره خبرې کړې دي.
سناتور لینډسي ګراهام بیا وویل، که چېرته د انتخاباتو په ټپه ولاړ روان حالت پای ته ونه رسیږي؛ نو په افغانستان کې به سیاسي وضعیت د یوه بحراني حالت لور ته ولاړ شي چې؛ داسې وضعیت له افغانستان سره د امریکا پر ملاتړ هم ناوړه اغیز کوي.
سناتور جان مککین او لیندسي ګراهام چې د سنا د پوځي خدماتو د کمیټې غړي دي د پنجشنبه په ورځ افغانستان ته ولاړل او د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمد زي او عبداله عبداله سره یې په کابل کې کتلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdchxqnw.23nkqdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته