دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۴۶
د مطلب کود : 107536
په خوست ښار کې ملي اردو سرتیرو پسې بمي چاودنه شوه
نن د چارشنبې په ورځ ماسپښین مهال د خوست ښار د کباړ سرای په سیمه کې د ملي اردو په ګاډي پسې بمي چاودنه وشوه، چې په کې لږ تر لږه د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي او یو تن ټپی شوی دی.
د امنیتي مسوولینو په وینا بم د سړک په ګلدان کې ځای پرځای شوی وو او د ریموټ کنټرول په واسطه د ملي اردو په رینجر ګاډي پسې چاودنه ورکړل شوې ده.
په خوست کې د ملي اردو د لواء مطبوعاتي مسوول تورن عبدالله د یادې پيښې په تړاو مشال راډیو ته وویل، چې په دې بمي چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي او یو تن ټپي دی.
بل لوري ته د خوست د عامې روغتیا رئیس ډاکټر هدایت الله حمیدي وايي، چې د خوست ولایتي روغتون ته د پيښې له ځایه درې مړي او دوه تنه ټپیان وروړل شوي دي.
تر اوسه کوم چا د دې پيښې د ترسره کېدو په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، د خوست امنیتي مسوولینو تل رسنیو ته ویلي، چې د ښار د امنیت د خوندیتوب او د پيښو د مخنیوي په خاطر يې تدابیر ډېر کړي، خو بیا هم په ښار کې نننۍ بمي چاودنې د ملي اردو سرتیرو ته مرګ ژوبله واړوله.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdchxqnz-23nvmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته