دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۲۲:۲۸
د مطلب کود : 70661
شهراني: د ټاپي پروژې د امنیت لپاره افغان ځواک رامنځ ته کېږي
افغان چارواکي وایي چې؛ د ټاپي پروژې د ساختماني کارونو د امنیت ساتنې لپاره به ځانګړی افغان ځواک رامنځ ته شي.
د کانونو وزیر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان لپاره د اسيا د پراختیایي بانک له مشرسره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې؛ د کورنیو چارو وزارت د دې ځواک په اړه له مخکې نه څیړنه ترسره کړې ده.
په عین حال کې د اسیا پراختیایي بانک د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو د پایپ لاین غځیدل د افغانستان او سیمې لپاره مهم بولي، خو وایي چې په دې برخه کې ځینې اندیښنې هم شته.
افغان حکومت پریکړه کړې چې؛ د دې هېواد په داخل کې د ټاپي پروژې د امنیت ساتلو لپاره دې د نهوو او دولس زرو ترمنځ افغان ځواک رامنځ ته شي.
د کانونو وزیر وحیدالله شهراني د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د کورنیو چارو وزارت له مخکې نه د دې مسالې په اړه څیړنه کړې او له دې سره به د افغانستان په دننه کې د ده په خبره د ټاپي پروژې ساختماني کارونه چټک او ډاډه شي.
ښاغلي شهراني وویل چې؛ افغانستان به د ترکمنستان،هند اوپاکستان په څیر د ټاپي پروژې د جوړولو په چارو کې د ټاپي لمیټډ د شرکت په چوکاټ کې برابره برخه ولري:

"د تخنیکي څیړنو ترڅنګ یې امنیتی څیړنې هم تیرکال د کورنیو چارو وزارت لخوا ترسره شوې چې اوهغوی دې نتیجې ته ورسیدل چې د نهوو او دولس زور ترمنځ ځواک ته اړتیا شته.

د دې ځواک معاشونه،تجهیزات او نور لګښتونه له مخکې نه افغان حکومت پرغاړه اخیستې ده ".

د افغانستان له لارې هند اوپاکستان ته د ترکمنستان د ګازو د پایپ لاین غځولو پروژه یا ټاپي د افغانستان او سیمې لپاره نه یوازې له اقتصادي پلوه بلکې له سیاسي اړخه هم ډیره مهمه بلل کېږي.

دا پروژه کابو اولس سوه کېلومټره اوږدوالي لري چې څه باندې اوه سوه کېلومټره یې په لویدیځ کې د افغانستان له خاورې تیریږي اود ښاغلي شهراني په خبره د اتو او یوولس ملیارده ډالرو ترمنځ به لګښت پرې راشي.

په عین حال کې د آسیا پراختیایی بانک چې د ټاپي پروژې له مهمو مالي ملاتړو څخه هم دی وایی چې د دې پروژې عملي کېدل به له افغانستان،هند،پاکستان او ترکمنستان سربیره د سیمې د نورو هیوادونو لپاره هم ډیرې ګټې ولري.

خوپه افغانستان کې د آسیا د پراختیایی بانک مشر جوجي توکېشي وویل چې د دې پروژې د امنیت په مقایسه تخنیکي او ساختماني کارونو ته یې ډیراندیښمن دی:

"واقعآ موږ تل د دې پروژې امنیتی مسالې ته ډیره اندیښنه درلوده خو په عین حال کې په دې هم پوهیږو،هغه پروژې چې په جوړولو کې یې د سیمی خلک ونډه ولري نو ورته زیان نه رسوي.

زه دا مهال د دې پروژې د امنیتی موضوع په نسبت د دې د عملي کېدو تخنیکي مسایلو ته یی ډیره اندیښنه لرم".

افغان چارواکو له مخکې نه ویلي چې افغانستان به د ټاپي له پروژې څخه په دیرشوکلونو کې درې ملیارده مترمکعبه ګاز ترلاسه کړي او له دې ګازو څخه به په هلمند،نیمروز،کندهار،فراه او ځینو نورو لویدیځو سیمو کې د برښنا د تولید لپاره هم کار واخستل شي.

د ټاپي پروژې مشرتابه پلاوي څو ورځې وړاندې په عشق آباد کې غونډه وکړه او پریکړه وشوه چې د دې مهمې پروژې د جوړولو کار به د ۲۰۱۶ میلادي کال ترپایه بشپړشي او د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړیو کې به هند اوپاکستان ته ګاز لیږدول پیل کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchz-nq.23nv-djyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته