د
افغان غږ خبری آژانس آژانس د خبرګزاری له مخی :
محمدخان ویلي چې یو شمېر هېوادونه او کړۍ د افغانستان د اشغال هڅه کوي. د کورنیو چارو وزیر وايي چې د جګړې کرښې یو څه ارامه شوې او وسله والو مخالفینو په ښارونو کې په چاودنو او ځانمرګو بریدونو تمرکز کړی دی.
د شاوخوا ۵سوو سرتېرو فراغت په مراسمو کې چارواکي وايي چې نړیوال باید د جګړې اصلي جرړې ومومي. د اجرايه ریاست مرستیال وايي که د جګړې د تمویل سرچینې وچې نه شي، د افغانستان په کلیو کې روانه جګړه به کوم ځای ونه نیسي.
د اجرايه ریاست لومړی مرستیال محمدخان وايي: “نړيوال بايد پيداکړي چې د جګړې ريښې چېرته دي، له کومه ځايه تجهيز کېږي او سرچينه اخلي، شونې نه ده د هېواد په کليو او بانډو کې د ترورېزم د اوسنۍ جګړې مخه ونيسو.”
د محمدخان په باور دا یوازې افغانستان نه دی چې د ترهګرۍ له اړخه ځورېږي. هغه د ترهګرو او سخت دریځو په خلاف د مبارزې له پاره په سیمه يیزو همکاریو ټینګار وکړ.
د اجرايه ریاست لومړی مرستیال زیاتوي: “په افغانستان کې ناکامې تجربې تکرار شوې او اوس ځينې هېوادونه د افغانستان د اشغال له پاره ناکامې تجربې ازمويي.”
د کورنیو چارو وزیر بیا وايي چې د جګړې کرښې یو څه ارامه شوې او وسله وال مخالفین هڅه کوي چې په ښارونو کې چاودنې او ځانمرګي بریدونه وکړي.
د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد وايي: “په سړه هوا کې د خلکو دښمنان د جګړې له جبهو ورو ورو کمېږي او په لويو ښارونو کې په ځانمرګو او چاودنو تمرکز کړي، خو موږ د لويو لارو د ساتنې له پاره لازم تدبيرونه نيولي دي
.”
اندېښنې داسې دي چې که افغان ځواکونه په روان ژمي کې له لاسه وتلې سیمې ونه نیسي او وسله وال طالبان و نه ځپي، راتلونکی پسرلی به سختې جګړې وشي.