دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۵۱
د مطلب کود : 152815
د غزنی خوګیانی ولسوالی کی د امنیتی ځواکونو عملیات شروع کیدنه
د غزنی امنیتی چارواکی د دولتی ځواکونه د خوګیانی په ولسوالی کی د چاڼییز عملیات د شروع کیدو څخه خبر ورکوی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، جنرال نظام الدین خنجر په غزنی کی د دریم ارتش لوا قومانده د افغان ځواکونو دا عملیات په اړه وو افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په تلیفونی اړیکه کی وویل: دوه ورځی مخکی دا چاڼییز عملیات د پولیس او کماندو ځواکونو ځمکنۍ او هوایی بریدونه او عملیات په خوګیانی کی شروع سوی دی. ددی عملیات په جریان کی څو کلۍ د طالبانو څخه پاک سوی دی او د ۲۰ تنو طالبانو په شمیر وژل سوی او ۵ تنه نور ټپیان سوی دی. خنجر ټینګار وکړ: دا عملیات ددی ولسوالی د پوره تصفیه کیدو پوری ادامه لری. په همدی حال کی د غزنی ولایتی شورا مشر خالقداد اکبری د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په اړیکه کی وویل: ډیر نظامی عملیاتونه چی رامنځته کیږی بیله کوم لاسته راوړنی دی ځکه دا عملیاتونه نمایشی دی او د عملیات وروسته بیرته د دولت مسلح مخالفان تصفیه سوی سیمی ته راګرځی چی ډیر ځلی دا تجربه سوی دی. د غزنی ولایتی شورا مشر ترڅنګ ددی ولسوالی ځینی اوسیدونکی هم دا عملیاتونه نمایشی بولی. د جغتو ولسوالی یو اوسیدونکی د نوم یادونی څخه ډډه وکړه او وویل چی دوه کاله مخکی هم د غزنی امنیتی چارواکی د خوګیانی په ولسوالی کی د طالبانو پرضد عملیات رامنځته کولو ادعا درلوده او طالبانو ته درانده تلفاتو اوښتو په اړه خبری کولی، خو موږ چی د جغتو ولسوالی قاق دره کی ژوند کوو ددی عملیاتونو شاهدان وو چی امنیتی ځواکونو د یو څه وخت وروسته بیله کوم عملیات د سیمی څخه ولاړل او وروسته ادعا وکړ چی د خوګیانی ولسوالی د امنیتی ځواکونو عملیات په نتیجه کی په پوره توګه پاک سوی دی او په لسګونه مسلج کسان وژل سوی او ټپیان سوی دی.
https://avapress.com/vdchzinzm23nm6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته