دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 102810
بریتانیا په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت ختم کړ

بریتانیا په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت ختم کړ او خپل ټول پاته عسکر یې د افغانستان له جنوب څخه وایستل.
د دوشنبې په ورځ د بریتانیا د شاهې هوایي ځواک د پوځیانو په ویاړ د کندهار هوایي اډه کې د مخه ښي مراسم جوړ شوي وو.
د بریتانیا دفاع وزیر په یوه بیان کې ویلي؛ د برتیانیا وسله وال ځواکونه د افغانستان په جنوب کې د خپلو عملیاتو په بشپړولو ویاړي.
له ۲۰۰۱ کال راهیسې ۴۵۳ تنه انګلیس عسکر د افغانستان په جګړو کې وژل شوي دي.
انګلیس پوځیان به په ۲۰۱۵م میلادي کال کې د افغانستان پوځي اکاډمۍ کې د افغان افسرانو د روزنې چارې څاري او د افغان ځواکونو په روزنه کې به مرسته کوي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchzinzv23nv6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته