دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 127516
په کابل کې د هند سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد له اوږد مهاله مرستو څخه ډاډ ورکړ
په کابل کې د هند سفیر وايي چې افغانستان له اوسني حالت څخه د وتو لپاره ډېرو مرستو ته اړتیا لري او هند به له دې هېواد سره ډېره مرسته وکړي.
په کابل کې د هند سفیر وايي چې افغانستان له اوسني حالت څخه د وتو لپاره ډېرو مرستو ته اړتیا لري او هند به له دې هېواد سره ډېره مرسته وکړي.
په افغانستان کې د هند سفیر چې د مشرانو جرګې د یکشنبې غونډې ته غوښتل شوی وو، وویل هېواد یې ژمن دی چې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې(د غبرګولي په ۲۳) په غونډه کې دغې جرګې په کابل کې د هند سفیر له افغانستان سره د هند دمرستو له امله وستایه، په دې ځای کې د هند سفیر وايي چې د هند او افغانستان ترمنځ دوستي به تلپاتې وي، او هند له افغانستان سره خپلو مرستو ته ژمن دی.
په افغانستان کې د هند سفیر من پرېټ هورا وویل: " ډېرو هېوادونو ته د پرمختګ او ودې پړاو اوږد دی، افغانستان هم د دغه پړاو د ترسره کولو په حال کې دی، لکه څنګه چې لومړي وزیر مودي په هرات ولایت کې وویل موږ په هر ګام کې له افغانستان سره متحد یوو. "
په همدې حال کې د مشرانو جرګې یوشمېر غړي د هند د لازیاتو مرستو غوښتونکي دي.
د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار په دې اړه وویل:«موږ د سیمې او د خپلو خلکو لپاره قرباني ورکړې ده، باید له افغانستان سره دوستي او ښه همکاري وشي.»
سناټور شیرمحمد آخندزاده هم زیاته کړه:«د هندوستان له دولت څخه زموږ غوښتنه دا ده لکه څرنګه چې پخوا یې د افغانستان له ملي پوځ سره د چورلکو مرسته کړې وه خپلو پوځي مرستو ته دوام ورکړي.»
هند له افغانستان سره پنځم ستر مرسته کوونکی هېواد دی او تر اوسه یې له افغانستان سره له دوه مېلیاردو ډالرو زیاته مرسته کړې ده.
https://avapress.com/vdchzqnz-23nimd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته