دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۲۳
د مطلب کود : 97031
د افغانستان د خپلواکۍ د کليزې په مناسبت د افغانستان جمهور رئيس ته د بارک اوباما پیغام
د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۵ کليزې د رارسېدو په مناسبت د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي ته د امریکا د جمهور رئيس بارک اوباما له لوري د مبارکۍ پیغام په لاندې ډول رارسېدلی دی:


جلالتمآب جمهور رئيس!
د امریکا د متحده ایالاتو د خلکو په استازيتوب، د افغانستان د خپلواکۍ په مناسبت، تاسو او د افغانستان خلکو ته مبارک وایم.
په روان کال کې د ښځو او نارینه وو په ګډون په میلیونونو افغانانو د جمهوري ریاست په تاریخي انتخاباتو کې په ګډون سره يې د یوه سوله ییز او ديموکراتيک افغانستان لپاره خپله اراده تمثيل کړه. د امریکا متحده ایالات د انتخاباتو د بهير پایلو ته سترګو په لاره ده او د افغانستان له راتلونکي جمهور رئيس سره د همکارۍ لپاره چمتوالي لري. د امریکا متحده ایالات به په راتلونکو کلونو کې د افغانستان له خلکو سره د هېواد په جوړولو کې د هغوی ملاتړ ته دوام ورکړي.
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئيس د ليک په پای کې، خپلې نېکې هيلې جمهور رئيس او د افغانستان خلکو ته وړاندې کړي او د افغانستان خلکو ته يې د یوې خوندي او سوله ییزې راتلونکې هيله کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzvnw.23nqxdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته