دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 100218
دوو ملکي وګړو او د یو قوماندان په ګډون ۲۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
 د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په سیبک،ادم خیل،امبوخاک او فقیري سیمو کې تېره شپه د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۱۸ طالبان وژل شوي او دوه ملکي وګړې ټپیان شوي دی .
د چک ولسوالۍ په سیبک،ادم خیل او فقیري سیمو کې تېره شپه د بېلابېلو هوایي عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو لوړ پوړی قوماندان ملاقاسم د ۱۷ نورو وسله والو مخالفینو سره وژل شوي دي .
په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان ندی اوښتی.
د یو بل خبر له مخې د چک ولسوالۍ په امبوخاک سیمه کې د محمد اکبر په نوم یو کس د خپل منځې شخړې له امله یو پلار او زوی په ډزو سره ټپيان کړي دي .
د محمد اکبر خان په نوم یاد کس له پېښې وروسته د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوی .
https://avapress.com/vdchzvnz623nvid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته