د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د کورنیو چارو وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه که ویلی، افغان امنیتی ځانګړو ځواکونو پرون د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې برید تر سره کړي دي.
خبر پانه وای، چې افغان امنیتی ځانګړو ځواکونو د خوږیاڼو ولسوالۍ په برکلي کې د نشه يي توکو په کارځایونو عملیات کړی او ۳ کارخانې یې له منځه وړې دي.
سرچنیو زیاتیوی، چې د یاد کارخانو د لمنځه وړولو تر څنګ ۶۳۰۰ کیلوګرامه مورفین، ۴۰۰ کلیوګرامه امونیم کلوراید او ۳۰ کلیوګرامه چونه چې د نشه يي توکو د تولید په برخه کې کارېدله کشف او تر لاسه شوې ده.