دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 96349
جمهور رئيس کرزی په چين کې د وروستۍ زلزلې له کبله پر ځاني مرګ ژوبلې خواشينی شو
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي په چین کې د زلزلې له کبله د ځاني مرګ ژوبلې او مالي زیانونو په اړه د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل.
د هېواد جمهور رئیس همداراز د چين جمهور رئيس شي جین پېنګ ته په یوه ليک کې د دغې غمجنې پېښې د رامنځته کېدو لپاره د افغانستان د خلکو په استازیتوب، د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب نوموړي او د چين خلکو ته وړاندې کړي دي.
د معلوماتو له مخې پرون د چين د یانان په ښار کې د زلزلې له امله څه باندې ۳۸۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۸۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. په دغه طبيعي پېښه کې ۱۲ زره د استوګنې کورونه له منځه تللي او شاوخوا ۳۰ زرو نورو کورونو ته زیان رسېدلی دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جهمور رئيس حامد کرزی د دغې زلزلې لپاره او له کبله يې پر مرګ ژوبلې او مالي زیانونو خواشينی شوی او د چین د خلکو په غم کې ځان شریک بولي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3pa3.t1aq526kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته