دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۵۵
د مطلب کود : 99689
د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون به نن لاسلیک شي

نن سې شنبې د کابل او واشنګتن ترمنځ امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کیږي.
دا خبره په کابل کې د امریکا سفیرجیمزکنېنهګم پرون ماښام په یوه خبري کنفرانس کې وکړه.
ښاغلي کننګهم وویل، د دې تړون په لاسلیک سره به په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د پاتې کیدونکو بهرنیو عسکرو لپاره قانوني چوکاټ جوړ شي.
په کابل کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر وايي، د کابل واشنګټن امنیتي او دفاعي تړون به د افغانستان د نوي حکومت د یوه چارواکي او د ده له خوا نن سې شنبې لاسلیک شي.
جیمزکننګهم د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د نوي منتخب جمهوررییس تر لوړې وروسته خبریالانو ته وویل، د دې تړون په لاسلیک سره به له ۲۰۱۴ کابل وروسته په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو د پاتې کیدو لپاره قانوني چوکاټ جوړ شي:″د نوي حکومت یو لوړ رتبه چارواکی به دا تړون لاسلیک کړي. د امریکا متحده ایالتونو له خوا به زه دا تړون لاسلیک کړم.
د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک په خپله له ۲۰۱۴ کال وروسته زموږ د امنیتي همکاریو او د سرتیرو د پاتې کیدو په اړه قانوني چوکاټ رامنځته کوي.
د دغه تړون لاسلیک به دا هم واضحه کړي چې موږ په ګډه متحده ایالات او ناټو به دلته د افغان پوځیانو د روزنې او تجهیز په برخه کې همکاري کوي.″
سفیرکیننګهم وویل، د دغه تړون په لاسلیک سره به امریکا لا نوره هم هغو ژمنو ته متعهده پاتې شي چې د افغان پوځیانو د تجهیز په برخه کې یې کړي.
له بلې خوا د لوړې مراسموته د راغلي امریکايي پلاوي مشر او د ولسمشراوباما سلاکارجان پودیستا د امنیتي تړون لاسلیک د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو د پيل یو نوی فصل وباله:″موږ له افغانستان سره د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک ته زیات لېواله یو.
دا به زموږ دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د غښتلي کیدو په طرف یو مهم ګام وي.
متحد ایالات به د یوه با ثباته، متحد او سوکاله افغانستان جوړیدو ته ژمن وي.
زموږ د امنیتي همکاریو دوام به د پوهنې،روغتیا،بشري حقونو او اقتصادي فرصتونو د ودې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.″
د ملي یووالي نوي افغان حکومت تراوسه د دغه سند د لاسلیک په اړه رسما څه نه دي ویلي.
په کابل کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر ښاغلي کیننګهم وویل، د دغه تړون ټول مواد هماغه دي چې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې شوي و.
له امریکا متحده ایالتونو سره د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک هغه مساله وه چې د افغانستان مخکیني جمهور رییس په ځینو شرطونو پورې تړلې بللې وه.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdci3qa3.t1a3v26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته