دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 88609
۲۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې ننګرهار، بلخ، زابل، میدان وردک، لوګر او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ،۴ تنه ټپیان او۹ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول.
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۳۵ ډزه د درنو وسلۍ مرمې او یو کړې ماین چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د بغلان او پکتیا ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdci3qav.t1avu26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته