دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 156092
دانش: کله د حکومت د کمزورۍ له امله اساسي قانون څخه سرغړونه کیږي


د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش په تیرو څلوارلس کلونو کې په ډیرو برخو کې د اساسي قانون قانون د احکامو نه پلي کیدل د افغان حکومت بې وسي، د بدیل نشتون، محدودیتونه او د حکومت پر وړاندې د پرتو خنډونو له امله ګڼي.

محمد سرور دانش، چې نن د سه شنبې په ورځ یې د افغانستان د اساسي قانون د تصویب د څوارلسم تلین د لمانځلو یوې غونډې ته په کابل کې وینا کوله، دا یې ومنله چې په ډیرو برخو کې د اساسي قانون څخه سرغړونې شوي، خو هغه وویل، چې دا سرغړونې دومره هم نه دي، لکه چې کله په څیړنیزو رپوټونو کې یې یادونه کیږي.

ښاغلي دانش وویل " د اساسي قانون څخه د سرغړونې، د اساسي قانون د احکامو نه پلي کیدل او د اساسي قانون پرتله د سیاسي موافقې حقوقيبڼې ته اهمیت ورکولو په اړه هیڅ یوه ادعا اساسي قانون ته د لږ اعتبار ورکولو په معنی نه ده ".

ښاغلي دانش د اساسي قانون په متن کې لاسوهنه رد کړه او ویې ویل چې د اساسي قانون د توشیح وروسته دا ډول ادعا حقیقت نه لري.

دغه راز د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال، په اساسي قانون کې تعدیل راوستل یو پیچلی بهیر ګڼه او ویې ویل، چې که هرچا او کومې ډلې په خپله خوښه په اساسي قانون کې تعدیل راوستلی شو، نواوسنی ثبات به په افغانستان کې نه وو.

ښاغلي دانش د موقت حکومت او په اساسي قانون کې د تعدیل لپاره د عنعنوي لویې جرګې د جوړیدلو لپاره هڅې د قانون له چوکاټ څخه بهر اقدامات وګڼل او دا ډول اقدامات یې یوې نرمې کودتا ته ورته وبلل.

دافغانستان جمهوري ریاست دوهم مرستیال په خپله وینا کې د بریښنايي تذکرو د ویشلو په برخه کې رامنځ ته شوي ځنډ ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د بریښنايي تذکرو د ویشلوبهیر یو شمیر قومي افراطیونو یرغمل کړی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال د اساسي قانون په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پژواک خبري آژانس اود دافغانستان د حقوق پوهانو ټولنې تیره ورځ د افغانستان د اساسي قانون په باب یو ګډ راپور خپور کړ، چې په کې ویل شوي، چې په تیرو څوارلس کلونو کې د افغانستان د اساسي قانون د ۱۶۲ مادو څخه له ۹۴ یې سرغړونه شوې ده.

د پژواک او د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې په دې ګډ راپور کې ویل شوي چې د افغانستان په کچه له هرو لسو کسانو څلور یې د اساسي قانون په اړه لږ معلومات هم نه لري.

پژواک خبري اژانس او د حقوق پوهانو ټولنې دا پلټنه د افغانستان د اساسي قانون د ۱۴مې کاليزې په مناسبت ترسره کړې ده.

د افغانستان اساسي قانون په ۱۳۸۲ کال د جدي په ۱۴ د اساسي قانون د لویې جرګې له خوا تصویب او بیا وروسته د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي له خوا توشیح شو.

د افغانستان اساسي قانون یوولس فصله او ۱۶۲ مادې لري.

افغان حکومت هرکال د اساسي قانون په اړه د خلکو د پوهاوي د زیاتیدو لپاره د اساسي قانون د تصویب اونۍ د غونډو په ترڅ کې لمانځي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3qazrt1awu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته