دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۴۵
د مطلب کود : 156498
په فاریاب کې پر یو بازار باندی د هاوان لګیدو له امله ۵۰ تنه ژوبل سوی دی
د فاریاب په ولایت کې سیمه ایز سرچینی وایی چی د خواجه سبزپوش په ولسوالی کې پر یو سیمه ایز بازار باندی د درو هاوانونو لګیدو له امله لږ ترلږه ۵ تنه وژل سوی او ۴۵ تنه نور ټپیان سوی دی.
کریم یورش؛ فاریاب پولیسو قوماندی ویاند رسنیو ته ویلی دی چی دا پيښه د جدی په ۲۶ د سه شنبه په سهار داسی وخت رامنځته سو چی خلګ په بازار کې تجمع کړی وو. هغه وویل چی قربانیان غیری نظامی خلګ دی چی د ورځنۍ ژوند سودا لپاره بازار ته راغلی وو. د هغه په وینا د ځینو ټپیانو حالت ډیر خراب دی او فاریاب ولایت مرکز ته لیږدول سوی دی. دولتی چارواکی، تروریستان ددی برید عامل بولی؛ خو هیڅ ډله تر اوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdci3qazvt1aw52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته