دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۴۸
د مطلب کود : 116997
رولاغني: افغان ځوانان دې د ملي وحدت پر حکومت اعتبار وکړي
رولا غني چې د پنجشنبې په ورځ یې د ځوانانو په یوه کنفرانس کې خبرې کولې وویل چې ځوانان د دې هېواد سرمایه او راتلونکي جوړوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزیرې له افغان ځوانانو غوښتنه وکړه بهرنیو هېوادونو ته له تګه ډډه وکړي.

په داسې حال کې چې ورځ تربلې ځوانان خپلې راتلونکي ته په اندېښنه کې دي، په حکومت یې باور کمیږي او بهرته د تېښتې د لارې په لټه کې دي، د افغانستان لومړۍ میرمنې له افغان ځوانانو وغوښتل چې په حکومت باور ولري.

رولاغني چې د پنجشنبې په ورځ یې ځوانانو د سوداګرۍ په لور یا ایسیک په کلنۍ غوڼده کې وینا کوله وویل، حکومت په خپلو کارونو بوخت دی او د کار په نتیجو پسې ګرځي:

((حکومت په خپلو کارونو کې مصروف دی او د کار په نتیجو پسې ګرځي، تاسې د افغانستان راتلونکی یې، حکومت غواړي ستاسې راتلونکی جوړ کړي، تاسې د ملي وحدت په حکومت باور ولرئ.))

میرمن غني ځوانانو ته سپارښتنه وکړه چې د هېواد د پرمختګ لپاره سره یو شي، په خپل تاریخ او دین باندې ځان پوه کړي او د خپلې خاورې په وړاندې رسالت ادا کړي.

د رسمي او غیر رسمي احصاییو له مخې د افغانستان د ټولنې څه باندې شپیته فیصده ځوانان جوړه وي.

خو ورځ تربلې په هېواد کې ناامنۍ او بې کارۍ ځوانان په تنګ کړي او له هېواده د تېښتې په حال کې دي.

د راپورونو له مخې په روان کال کې کم او زیات اتیازره افغان ځوانان په قاچاقي ډول بهرنیو هېوادونو ته تللي چې ځینو یې د سختیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په ورته وخت کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزیري له افغان ځوانانو غوښتنه وکړه چې بهرنیو هېوادونوته له تګ څخه ډډه وکړي.

فریدې مومند چې په همدې غونډه کې خبرې کولې وویل چې افغان ځوانانو د پرون او څوکاله وړاندې ځوانان نه دي، بلکې اوس پیاوړي شوي دي:

((زموږ د نن ورځې ځوان د پرون په پرتله پوهه، لایقه، متعهد او تعلیمافته ده، زما په اند له هېواده تېښته د حل لاره نه ده، څه ډول چې د افغانستان اکثریت ځوانان جوړوي، د راتلونکو سترګې د دوی خواته اوړي، نو د خلکو هیله همدا ده چې ځوانان د خپلې خاورې د ساتنې او خدمت لپاره اوږه په اوږده له یوبل سره له خپل حکومته ملاتړ وکړي، نه دا چې هېواد پږیږدي.))

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم افغان ولسمشر او هم اجرايي رییس له افغان ځوانانو غوښتي چې په قاچاقي ډول بهرته له تګه ډډه وکړي.

کارپوهان وایي، چې که حکومت د ځوانانو لپاره سالم مصروفیت رامنځته کړي او د هغوی له انرژۍ او وړتیاوو څخه سمه ګټه واخلي، نو د افغانستان ډېرۍ ناخوالې به له منځه ولاړې شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdci3qazyt1az32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته