دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 100093
ټاکل شوې حبیب استالف او د پغمان د پیښې پینځه تنه عاملین نن اعدام شي
ټاکل شوې په قتل او سړي تښتوونو کې ښکیل حبیب استالف او د پغمان د وروستۍ پیښې پینځه تنه عاملین نن اعدام شي.
عدلي او قضایې سرچینو هم له آزادي راډيو سره په خبرو کې دا موضوع تایید کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم پرون په یوه غونډه کې وویلګ چې داسي راپورونه شته چې ښایي دا کسان د چهارشنبې په ورځ یعنې نن اعدام شي.
په ورته وخت کې د بشري حقونو سازمانونو د افغانستان له حکومته غوښتي چې؛ د پغمان په قضيه کې د جنسي تيري په جرم محکوم د دغو کسانو د اعدام حکم وځنډوي.
د بشري حقونو نړيوال سازمان يا "هيومن رايټس واچ" وايي؛ په دې محاکمه کې ډيري نيمګړتياوي شته او د څېړنې او بيا کتنې په مقصد دا حکم باید وځنډول شي.
له دې مخکې د بخښنې نړيوال سازمان يا امنسټي انټرنېشنل د افغانستان له جمهور ريیس څخه غوښتنه کړې وه چې؛ د مرګ د سزا مخنيوی دې وکړي.
د امنسټي په وينا، د مرګ سزا ظلم دی او د یوه انسان څخه د ژوند کولو د حق اخيستلو په مانا ده.
خو افغان چارواکي وايي چې؛ دې مجرمينو ته ورکړل شوې سزا به نن عملي شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3uazpt1auu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته