دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 107591
د نورستان چارواکي وایي چې د دې ولایت په ګڼو سیمو کې ورښتونو خلکو ته ډیر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم وایي، په منډول ولسوالۍ کې یوه برف کوچ د یوې کورنۍ یوولس غړي وژلي دي.
د ځپل شویو سیمو یو شمېر اوسیدونکي ازادۍ راډیوته وویل چې عاجلو مرستوته اړتیا لري خو تر اوسه چارواکو ورسره مرسته نه ده کړې.
د نورستان سرپرست والي وایي، دوی دومره امکانات نه لري چې د زیانمن شویو خلکو اړتیاو ته ځواب ووایي.
په افغانستان کې وروستیو تر ټولو ډیر تلفات په پنجشیر کې اړولی چې د سرپرست والي په وینا شمېر یي له سلو اوړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdci3yazzt1auw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته