دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۴۰
د مطلب کود : 134041
په بدخشان ولایت کې د طالبانو د یوه قومندان وژل کېدل
په بدخشان ولایت کې د افغن ځواکونو د طالبانو برید په پایله کې د یادې ډلې قومندان وژل شوی. د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ امنیه قومندان، عبدالودود راسخ وايي چې د رحم‎خدا په نامه د طالبانو قومندان تېره شپه(شنبه د لړم۲۹مه) برید وکړ او په ځوابي برید کې ووژل شو. ښاغلی راسخ زیاتوي چې د طالبانو دوه نور غړي تښتېدلي دي. نوموړی وړاندې وايي:"په دې نښته کې یوه افغان سرتيري هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي." په دې اړه یې نور جزئیات ورنکړل. طالبانو هم تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdci55azzt1apu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته