دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۰۹
د مطلب کود : 96394
د یوې اویا کلنې ښځې په ګډون ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د امنیتي ارګانونو د معلوماتو له مخې، د میدان وردګو ولایت په جلریز،نرخ او سیداباد ولسواليو کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې ۲ ملکي وګړو،دوه پولیسو او ۷ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د سیداباد ولسوالۍ په سي سي سیمه کې وړمه شپه وسله والو طالبانو د یوه سیمه ییز پولیسو پر کور برید کړی،چې له امله یې د هغه ۷۰ کلنه مور په شهادت رسولې او ۱۴ کلن زوی یې ټپي کړی دی .
همدا راز د یاد سیمه ییز پولیس لخوا پر وسله والو طالبانو ډزې شوي،چې له امله یې یو وسله وال طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان دي .
د یو بل خبر له مخې امنیتي ځواکونو د چک په مندوخیلو او د نرخ ولسوالۍ په خانجان خیلو سیمو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۴ وسله وال طالبان وژلي او ګڼ شمېر مهمات یې کشف او ترلاسه کړي دي .
په ورته وخت کې په جلریز ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو په برید کې دوه سیمه ییز پولیس ټپیان شوي،چې دا مهال تر درملنې لاندي دي .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdci5pa3.t1aq326kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته