دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۴
د مطلب کود : 153941
حکمتیار ترکیې ته لاړ

د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب چارواکي وايي ګلبدین حکمتیار افغان حکومت سره د سولې د هوکړې د لاسلیک وروسته نن د سه شنبې په ورځ د خپل لومړي بهرني سفر په ترڅ کې ترکیې ته تللی دی.

دا له افغان حکومت سره د سولې د هوکړې د لاسلیک او کابل ته د راستنیدلو ور وسته یو بهرني هیواد ته د ښاغلي حکمتیار لومړی سفر دی.

د اسلامي حزب ویاند حشمت الله ارشد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې ټاکل شوې ګلبدین حکمتیار به په ترکیه کې د تم کیدو وروسته سعودي عربستان ته هم لاړ شي.

ښاغلي ارشد وویل "اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار نن سهار له کابل څخه ترکیه ته تللی او ټاکل شوې چې له ترکیې وروسته به هغه سعودي عربستان ته لاړ شي".

ګلیدین حکمتیار سره په دې سفر کې د اسلامي حزب د بهرنیو اړیکو د کمیتې رئیس داکټر غیرت بهیر هم ملګرتیا کوي.

ترکیې ته د ښاغلي حکمتیار د سفر وړاندې د دغه حزب یو پلاوي هم انقرې ته سفر کړی وو.

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د تیر عیسوي کال د سپټامبر په وروستیو کې د افغان حکومت سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه او د دغې هوکړې په پایله کې د نږدې دوه لسیزو پټ ژوند د تیرولو وروسته د غوایي په ۱۴مه ورځ کابل ته راستون شو.

له دې وړاندې د اسلامي حزب یو لوړپوړي چارواکي امین کریم خبریالانو ته ویلي وو چې که حکمتیار بهر ته ځي نو لومړی به سعودي عربستان ته لاړ شي.

تراوسه لا داڅرګنده نه ده چې د اسلامي حزب مشر دغو هیوادونو ته د چا په بلنه سفر کړی دی، خو د اسلامي حزب ویاند حشمت الله راشد وویل چې د دغه سفر جزئیات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

دمخه د ملګروملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو د کمیټې له خوا د اسلامي حزب پر مشر بهرنیو هیوادونو ته پر سفرمحدودیتونه لګول شوي وو، خو د غې کمیټې د افغان حکومت په غوښتنه د هغه نوم د روان عیسوي کال په سر کې دد غې کمیټې محدودیتونو له لیست څخه بهر کړ.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5pazzt1aw32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته