د افغانستان شمال لوېدیځ بادغیس ولایت کې د یوې لارۍ چپه کېدو له کبله لږترلږه ۳۳ کسان وژل شوي.
د بادغیس د والي ویاند میرویس میرزکوال بي بي سي ته وویل، پېښه د تېرې شنبې په ورځ د ماسپښین شاوخوا درې بجې د آب کمري ولسوالۍ په یوه کنډه او کپره لاره کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې په یوه کاماز موټر کې د څلورو کورنیو غړي سپاره وو، چپه شوه.
نوموړی وايي، دغه کسان د بادغیس له یوې سیمې بلې ته د کوچېدو په حال کې وو.
په پېښه کې ۱۳ کسان ټپیان شوي، چې د دوو روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی ښودل شوی او هرات ته لېږدول شوي.
د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې ۲۰۱۱ کال د ځانمرګو او نورو بریدونو پرتله د ترافيکي پېښو له کبله ۱۳۰۰ کسان وژل شوي.
د ترافیکو د ریاست شمېرې ښیې چې دغه تلفات په ۱۱۱۷ ترافیکي پېښو کې رامنځ ته شوي.
په ۱۳۸۸ کال کې ترافیکي پېښو ۱۳۹۰ تنه وژلي وو.
په ۲۰۱۱ کال کې په افغانستان کې د ترافیکي پېښو د قربانیانو شمېره د کلېکاږل ځانمرګو بریدونو د قربانیانو تر شمېرې ډېره شوې وه.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)