دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۲۸
د مطلب کود : 155949
که ملګري، دشمن دی، شکایت چیری وکړو؟



ددی وروسته چی د ایران اسلامی جمهوریت سفارت په کابل کی د یو پيغام په لړ کی د افغانستان خارجه چارو وزارت ته ددی آمادګې وښوده چی په کابل کی د جدی ۷ نیټې ټپیان دی ایران ته واستول سیی، د دوو ورځو په لړ کی، د ریاست جمهوری دوهم معاون، سرور دانش دفتر، په دی لړ کی د همکاری څخه ډډه کوی.
د جدی په ۱۰ نیټه د یکشنبه په ورځ، ایران اسلامی جمهوریت د یو انسانی او اسلامی پيغام په اساس، د هیواد خارجه وزارت ته د ۷۹۲۲۰۹ مکتوب شمیری په لړ کی، اعلان کړ چی دا هیواد آماده دی چی د جدی ۷ نیټې د ټپيانو قبلولو لپاره دا هیواد کی آماده دی.
په دی حال کی چی د ولسمشر ویاند او خارجه چارو وزارت، دواړه، د ښآغلی دانش دفتر د دستور د صادرولو مسؤول بولی؛ ریاست جمهوری دوهم معاونت، خارجه وزارت ته د موضوع شریکولو کې په خنډ سره، عملآ په دی برخه کی د همکاری څخه ډډه کوی.
په داسی حال کی چی کابل د جدی ۷ نیټې د تروریستی برید ټول قربانیان او ټپیان د افغانستان اوسیدونکې، مسلمان، کلتوری او تحصیل کړۍ کسانو څخه دی؛ هغه کسان چی ددی کلونو په لړ کې، د نظام پایداری او دشمنانو د نابودی لپاره ډیر خدمات او زحمات ترسره کړی دی.
هغوی د پنجشنبه د برید کې، د دولت څخه دروغ او بی دریغ ملاتړ لګښت ورکړ چی ښاغلی دانش په هغه کې، د ریاست جمهوری دوهم معاون په حیث دی.
داعش هغوی تر برید لاندی راوړ ځکه چی د ښآغلی دانش په شان، د یو مکتبی او اعتقادی اصول او سیاسی نظام څخه ملاتړ او پيروی کوله؛ خو اوس ددی تروریستی برید ټپیان او مجروحین، لاسونه یی د هر اړخه لنډ دی او یواځې حکومتی کس د سرور دانش په شان امر کولای سی هغوی خطر څخه لیری کړی، داسی د هغه کسانو تر ناځوانمردانه ترحم او تفقد لاندی قرار نیسی چی ورڅخه ډیر هیله ساتل کیده.
شکاره نه ده چی ښاغلی دانش په شان کسان، په کوم اساس د څو زخم خوړلی او رنجور انسانانو سره داسی چلند کوی؟ هغوی د داعش ځواکونه نه دی؛ بلکه د داعش تروریستی برید قربانیان دی؛ خو که حتی دشمن ځواکونه هم وای، دا د دانش په شان کسانو انسانی، اسلامی او حقوقی مسؤولیت وو چی د هغوی د تداوی لاره آسانه کړی او هغه تسهیلاتو په لړ کی چی نور ورته برابروی، په ناځوانمردانه توګه خنډ رامنځته نه کړی.
د دشمنانو څخه دوستانو ته شکایت وړنه
که ملګري، دشمن دی، شکایت چیری وکړو؟
هغه کار چی ښاغلی دانس د ریاست جمهوری په دوهم معاونت دفتر کی د داعش جنایت مرګ په حال ټپیانو سره کوی، د داعش د کار څخه کوم توپیر لری؟
د ۳۰ تنو څخه ډیر ټپیان ددی تروریستی برید څخه په سخت حالت کی قرار لری. داخلی روغتونونو کی شته امکانات، د هغوی تداوی لپاره، کافی نه دی. هغوی د هیواد څخه دباندی استولو ته اړتیا لری. په داسی شرایطو کی، ایران اسلامی جمهوریت سفارت، اسلامی اخوت او ورورګلوۍ او انسان دوستانه همکاری په اساس، ایران ته ددی ټپیانو د لیږد لپاره آماده دی. ایران سفارت چارواکی په کابل کی حتی وایی چی په دی برخه کی، مرسوم کنسولی تمهیدات لکه پاسپورت او ویزا هم نادیده نیسی او ټپیانو لیږد بیله کوم مدارکه ترسره کوی.
په دی توګه، ښاغلی دانش د یو دولتی معتبر نهاد په توګه چی د هیواد اوسیدونکو مشروع غوښتنوتحقق لپاره موظف دی، په دی برخه کی همکاری څخه ډډه کوی او په دی ترتیب، هغه زخم باندی چی داعش رامنځته کړی دی، ناځوانمردانه توګه نیش وهی.
د داعش زخمونه به جوړ سی، ددی امکان شته چی د قدرت ارباب د ناځوامردانه تګلارو له امله ځینی نور ټپیان هم جنت ته ولاړ سی او نور کورنۍ هم د غم پرټغر کښینی؛ خو هغوی کولای سی هغه زخم چی تروریستی دشمن د دولت ناتوانی له امله ترسره کړی دی، هیر کړی، هغه دولت چی ښاغلی دانش یی د ریاست جمهوری دوهم معاون دی؛ ځکه دشمن څخه، ددی نه زیات انتظار هم نه کیدله؛ خو هیڅ ډول به هغه ناځوانمردانه نیش چی د ریاست جمهوری دوهم معاون له لوری وهل کیږی، هیر به نه سی؛ ځکه هغه د خلګو نماینده په دولت کی دی او ددی هیله سته چی خلګو سره مدارا او دوستی وکړی او که انسانیت او مروت او اخلاقو باندی باور نه لری، حق اقل قانونی دندې باندی عمل وکړی.

https://avapress.com/vdci5waz3t1aw32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته