دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۰۳
د مطلب کود : 125645
د ملي امنیت سلاکار د اروپایي ټولنې له چارواکو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د پنج شنبه پر ورځ د خپل کار په دفتر کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو د اسیا د برخې رییس ښاغلي ګونار وېګڼډ او د افغانستان لپاره د دې اتحادیې ځانګړي استازي او سفیر ښاغلي فرانز مېشل مېلېبند سره وکتل.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د پنج شنبه پر ورځ د خپل کار په دفتر کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو د اسیا د برخې رییس ښاغلي ګونار وېګڼډ او د افغانستان لپاره د دې اتحادیې ځانګړي استازي او سفیر ښاغلي فرانز مېشل مېلېبند سره وکتل.
په دې لېدنه کې د بروکسل د راتلونکي کنفرانس لپاره د افغانستان پر چمتوالي، د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې او په اروپا کې د افغان کډوالو پر وضیعت خبرې وشوې.
د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو د اسیا د برخې رییس ښاغلي ګونار وېګنډ په کابل کې وروستۍ تروریستي حمله وغندله او د هغې ټولنې په استازیتوب یې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل.
د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو د اسیا برخې رییس و ویل، چې اروپایي اتحادیه ژمنه ده، چې د بروکسل په راتلونکي کنفرانس کې د افغان دولت د اقتصادي برنامو او لومړیتوبونو ملاتړ وکړي.
نوموړي د سولې د پروسې او د فساد سره د مبارزې په برخه کې هم د اروپایي ټولنې نظریات او وړاندیزونه د ملي امنیت له سلاکار سره شریک کړل.
د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر و ویل، هېواد یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د خپلو ټولو نړېوالو متحدانو پر همکارۍ حساب کوي او هیله  لري چې د سیمې هېوادونه هم په دې مبارزه کې ونډه واخلي. نوموړي و ویل، چې د افغانستان دولت د بروکسل په کنفرانس کې له پوره چمتووالي سره ګډون کوي او د قضايي برخې د اصلاحاتو او له فساد سره مبارزې په شمول یې د توکیو او لندن په کنفرانسونو کې د کړیو تعهداتو عمده برخه پر ځای کړې ده.
د ملي امنیت سلاکار په ملي شورا کې د هېواد د ولسمشر تاریخي وینا ته په اشارې و ویل، چې د افغانستان د دولت لپاره د خپلو خلکو او وطن دفاع  او د ترهګرو پر وړاندې جګړه تر ټولو ستر لومړیتوب دی او په کار ده، چې د پاکستان دولت په هغه هېواد کې د ترهګرو شبکو پر وړاندې د سولې د لارنقشې د تعهداتو سره سم نظامي اقدامات ترسره کړي.
د ملي امنیت سلاکار د کډوالو د ستونزې په اړه و ویل، چې هېواد د اروپایي ټولنې له ټولو غړو هېوادونو سره د داسې برنامې پر رامنځته کولو او تطبیق کار کوي، چې له مخې یې د افغانستان په د ننه کې د کډوالۍ عوامل له منځه لاړ شي.
https://avapress.com/vdci5wazwt1arq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته